ارغنداب
د کندهار ولایت ولسوالۍ / From Wikipedia, the free encyclopedia
ارغنداب يا ارغنداو د کندهار ولايت يوه ولسوالۍ ده چې د کندهار ښار په ۱۰ كيلومترۍ كي و شمال لوېديځ لور ته پرته ده. ارغنداب د خپل ستراتيژيک موقعيت له کبله يواځې په کندهار کي نه بلکې په ټوله افغانستان کي خورا مهم رول لري. دا يوه ډېره سرسبزه سيمه ده، چي دانګورو او انارو دكرهڼي له وجي خورا مشهوره ده. د دې ولسوالۍ ډير شمير وګړي په قبيلوي لحاظ الكوزي او نورزي دي؛ چي تر څنګ يې د كندهار ولايت نوري قبيلې هم پكښي مېشتي دي.
پخوانی نوم |
هراهواتي (سراشواتي) |
---|---|
لقب |
ارغنداو |
عمومي معلومات | |
---|---|
امنيه قوماندان | |
ولسوال |
نامعلوم |
اداري سیمه | |
هېواد |
بنسټګر |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
د دې ولسوالۍ وګړي بزګر او زمينداره دي او مهم پيداوار يې انار او انګوردي، خو له دې سره په څنګ كي غنم، جواري، اوربشي، كچالو، روميان، پياز، بېنډۍ، توربانجان او تركاري هم كري. دا ولسوالۍ ۷۲ كلي لري، چي هر كلى ځانته ملك لري او هم په دې ولسوالۍ كي شخړي او لانجې د قومي مشرانو لخوا دجرګې په واسطه سره هوارېږي، همدا ډول دا ولسوالۍ ۶۴ Community Development Council (شوراګاني) لري.
ارغنداو د غرو لمنې د غاټول په ګلو سرې سوې د دامان هوسۍ دي مستې زرغونې ورته درې سوې— ستر امپراتور احمد شاه بابا