امارتیا سېن
From Wikipedia, the free encyclopedia
امارتیا کومار سېن (بنګالي: [ˈɔmortːo ˈʃen]؛ چې د ۱۹۳۳ کال د نومبر په ۳مه زیږېدلی) یو هندی اقتصادپوه او فیلسوف دی، چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې یې په انګلستان او متحده ایالاتو کې تدریس او کار کړی دی. سېن د رفاه اقتصاد، د ټولنیز انتخاب تیورۍ، اقتصادي او ټولنیز عدالت، د لوږې یا قحطۍ اقتصادي تیورۍ، د پرېکړې یا تصمیم نیونې تیورۍ، پرمختیایي اقتصاد، عامه روغتیا او د هېوادونو د هوساینې په تدابیرو کې ونډه اخیستې ده.
امارتیا سېن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳ نومبر ۱۹۳۳[1][2][3] |
تابعیت | برېتانوي هند
د هند اتحاد هند |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون ، يونيورسټۍ آف دِهلي |
جايزې | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
نوموړی اوسمهال د توماس ډبلیو لامونټ پوهنتون پروفیسور او په هاروارډ پوهنتون کې د اقتصاد او فلسفې پروفیسور دی. هغه پخوا په کامبریج پوهنتون کې د تثلیث کالج د استاد په توګه دنده ترسره کوله. نوموړي ته په ۱۹۹۸ کال کې په اقتصادي علومو کې د نوبل جایزه او په ۱۹۹۹ کال کې د رفاهي یا فلاحي اقتصاد په برخه کې د هغه د کړو کارونو پر ویاړ د هندوستان بهارت رتنا جایزه ورکړل شوه. د جرمني د ناشرانو او کتاب پلورونکو ټولنې نوموړي ته د نړیوال عدالت د مسایلو او د زده کړو او روغتیا په برخه کې له ټولنیزې نابرابرۍ سره د مبارزې اړوند د هغه د مخکښ سکالرشپ له کبله "د جرمني د کتاب سوداګرۍ د ۲۰۲۰ کال د سولې جایزه" ډالۍ کړه.[4][5][6]