توماس کارلایل
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس کارلایل (۱۷۹۵ ډسمبر ۴مه –۱۸۸۱ فبروري ۵مه) یو سکاټلنډی کلتوري منتقد، مقاله لیکونکی، تاریخ لیکونکی، استاذ، ریاضي پوه، فیلسوف او ژباړن و. نوموړی د چیلسي د حکیم په نوم مشهور و او په ۱۹مه پېړۍ کې "د انګلیسي لیکونو پر منلي مشر" تبدیل شو.[1][2]
توماس کارلایل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، پېښليک ، شمېرپوهنه |
لاسليک | |
سمول |
کارلایل دېرش ټوکه اثار لري، چې ډېری یې د تاریخ د ژانرونو او انتقادي مقالو په بڼه دي. د هغه ځانګړی سټایل چې کارلایلېز بلل کېږي، له لغوي، طنزي او تشبیهي اړخه خورا بډای دی. د هغه لیکنې د پروټو-پوسټ ماډرن یا تر پوسټ ماډرن ادبیاتو وړاندې په توګه تشریح شوې دي. د هغه لومړنیو مقالو او ژباړو تقریبا په یوازې سر د جرمني رومانتیزم د انګلیسي ژبې نړۍ ته وروپېژانده. کارلایل په خپلو تاریخونو کې له تېرو وختونو څخه ترلاسه شوي درسونه انځور کړي ترڅو د اوسني وخت په اړه پوهه او معرفت وړاندې کړي، او هم یې له تضادونو او تناقضاتو څخه د مسایلو د روښانه کولو او حللارو وړاندې کولو لپاره کار اخیستی. نوموړي د صنعت سرلاري (د چا لپاره یې چې دا اصطلاح جوړه کړه) او د اولیور کرومویل او دویم یا لوی فریډریک په څېر شخصیتونه اتلان وبلل، او ویې لیکل چې "نړیوال تاریخ، یعني د هغه څه تاریخ چې انسان په دې نړۍ کې ترسره کړي، د هغو سترو شخصیتونو د تاریخ په تل کې دی، چې دلته یې کار کړی دی." نوموړي مادیت یا ماتریالېزم او منفعتپالنه رد کړه، او اقتصاد یې د "خواشینوونکي علم" په توګه یاد کړ.[3][4][5][6][7]
کارلایل کله نا کله د یوه پیغمبر په توګه هم یاد شوی. د هغه اغېزناکو اثارو بېلابېلو فکري خوځښتونو لکه رومانتیزم، لوړتیاپالنې، منځنۍ پېړۍ پالنې، سوسیالیزم، د آیرلینډ بغاوت، سویلي بېلتون، جمالیات او ښکلا پېژندنې، هنرونو او هنري غورځنګ، او فاشیزم ته بڼه ورکړه او د ملېکې ویکتوریا د واکمنۍ د دورې په فکري ژوند کې یې مرکزي مقام ترلاسه کړی و. د هغه شهرت په ۲۰مه پېړۍ کې له لوړو ژورو تېر شو، د اډوارډ دورې په جریان کې یې ارزښت کم شو، د دوو نړیوالو جګړو ترمنځ دوره کې بیا راپورته شو، او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کلونو کې بېرته مړاوی شو. د کارلایل سکالرشپ په برخه کې فعالیت له ۱۹۶۰مې لسیزې راوروسته ډېر شو، او مطالعات، ژورنالونه، او د هغه د هنري اثارو (œuvre) انتقادي نسخې د ثابت تولید په حال کې وې.[8][9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21]