جوليان آسانج
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوليان پاؤل آسانج (په انگرېزي: Julian Paul Assange) (زوکړه : ۳ جولای ۱۹۷۱م کال) يو آستراليايي پسوللگر (خپروونکی)او ژورنالسټ دی. دی د ويکيلیکس وېبپاڼې او خپرونو پازوال (چلوونکی) هم وو چې له مخې يې په ۲۰۰۶م کال کې وروسته له اهمو لاسوندیزو اسنادو او کمپيوټري خپرونو د هېکولو (غلاکولو) مرکز (بنسټ) کېښود . ویکيليکس په ځانگړي توگه خپل شهرت په ۲۰۱۰ م کال کې اله وموند کله چې د امریکایې پوځ او ډیپلوماتانو لاسوښنه د چلسي مېنېنگ لخوا برملا يا افشا کړه. آسانج له هماغه کال راهیسې د امریکا په متحدو ايالاتو کې د څار او تحقیق لاندې شو. په هممهاله کال د سويډن د خلکو د څار ادارې لخوا ورباندې د جنسي زور زیاتی لرلو يو تحقیقي چاره پیل شوه. ګواکی ښاعلی آسانج جنسي زور زیاتی کړئ دی.[1] په ۲۰۱۲ م زېږدی کې سويډن ته ذږد آسانج سپارلو حکم شوی ؤ په هغه وخت کې آسانج په لندن کې د آېکوادور هېواد سفارت ته د سیاسي پناه لپاره غوښتنه وکړه او د افریل میاشتی په یولسم 11’4’2019 د بریتانیا پولیسو له خوا ونیول شو.