جېمز واټسن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېمز ډووي واټسن (زوکړه د ۱۹۲۸ ز کال اپرېل ۶مه) یو امریکایی مالیکولي بیولوجېسټ، وراثت پوه او ژوی پېژندونکی دی. په ۱۹۵۳ ز کال کې هغه له فرانسېس کرېک سره په ګډه هغه علمي مقاله ولیکله چې د ډي ان اې مالیکول دوه ګونی مارپېچ جوړښت یې وړاندیز کړ. په ۱۹۶۲ ز کال کې واټسن، کرېک او ماریس وېلکېنز ته “د نیوکلوئیک اسیدونو مالیکولي جوړښت او په ژوندیو موجوداتو کې د معلوماتو لېږد لپاره د هغې اهمیت په اړه د دوی څېړنو او موندنو لپاره” په فزیولوژي او طبابت برخه کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په ورپسې کلونو کې دا څرګنده شوه چې واټسن او ملګرو یې د دوی بله همکاره روزالینډ فرانکلېن چې له دوی سره د دوه ګوني مارپېچ جوړښت اړونده څېړنو او موندنو کې یې څومره ونډه درلوده سترګې پټې کړې دي. [1][2]
جېمز واټسن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | |
کار ورکوونکی | |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
واټسن په ۱۹۴۷ز کال کې د شیکاګو پوهنتون څخه په ساینسي زده کړو کې لېسانس او په ۱۹۵۰ ز کال کې د انډیانا پوهنتون څخه دکتورا ترلاسه کړه. هغه د کوپنهاګن په پوهنتون کې د هېرمن کلکار او اُول مالوو سره د دوکتورا په پای کې له یو کال څېړنې وروسته، په انګلستان کې د کمبرېج پوهنتون کوېنډیش لابراتوار کې کار کاوه، چې هلته یې د لومړي ځل لپاره له خپل راتلونکي همکار فرانسېس کرېک سره ولیدل. واټسن له ۱۹۵۶ ز کال څخه تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د هاروارډ پوهنتون د بیولوژي په پوهنځۍ کې د مالیکولي بیولوژۍ په برخه کې په څیړنو باندې بوخت و.
له ۱۹۶۸ ز کال راهیسې واټسن د کولډ سپرېنګ هاربر لابراتوار (CSHL) د مشر په توګه دنده ترسره کړه چې د هغه د تمویل او څیړنې کچه یې خورا پراخه کړه. هغه په CSHL لابراتوار کې خپله څیړنه د سرطان مطالعې ته واړوله او په څنګ کې یې یاد لابراتوار د مالیکولي بیولوژۍ په برخه کې د نړۍ مخکښ څیړنیز مرکز وګرځاوه. په ۱۹۹۴ ز کال کې هغه د څانګې د رئيس په توګه خپل کار پیل کړ او لس کاله یې دنده ترسره کړه. هغه بیا د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو او تر هغه پورې یې دنده ترسره کړه تر څو چې په ۲۰۰۷ ز کال کې د هوښیارۍ او توکم تر منځ د جنټيکي اړیکې شتون ادعا کولو او نظریو ورکولو وروسته یې استعفا وکړه. په ۲۰۱۹ ز کال کې د یو مستند فلم له خپرېدو وروسته چې واټسن د توکم او جنټیک په اړه دا نظریې بیاځلې وړاندې کړې نو CSHL د هغه افتخاري رتبې او علمي درجې لغوه او له هغه سره یې ټولې اړیکې پرې کړې.
واټسن زیات شمېر ساینسي کتابونه لیکلي دي چې له هغه څخه د جین د مالیکولي بیولوژي درسي کتاب (۱۹۶۵ ز کال) او د هغه ترټولو ډېر پلورل شوی کتاب دَ ډبل هیلکس یا دوه ګونی مارپېچ (۱۹۶۸ ز کال) هم د یادونې وړ دي. واټسن د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۲ ز کلونو تر منځ د روغتیا ملي انسټیټوټ سره په اړیکه کې و او د انسان جینوم پروژې په جوړولو کې یې مرسته کوله چې په ۲۰۰۳ ز کال کې یې د انسان جینوم د نقشې کښلو دنده بشپړه کړه.