د المان د بزګرانو جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د المان د بزګرانو جګړه، د بزګرانو ستره جګړه يا د بزګرانو ستر پاڅون له ۱۵۲۴ز څخه تر ۱۵۲۵ز کال پورې د مرکزي اروپا په يو څه الماني ژبو سيمو کې په پراخه کچه نامتو پاڅون و. پاڅون د اشرافو د سخت مخالفت له امله بې پايلې شو؛ اشرافو د ۳۰۰۰۰۰ بې وسه وسله والو بزرګانو او کروندګو له ډلې تر ۱۰۰۰۰۰ تنو پورې ووژل. ژوندي پاتې شوي يې جريمه شول او د خپلو موخو څخه يې (که کومه يوه وي) لږې تر لاسه کړې. دا جګړه هم لکه د مخکيني “Bundschuh” خوځښت او هوسايټ جګړو “Hussite Wars” په څېر د اقتصادي او مذهبي دواړو پاڅونو له يوې لړۍ څخه جوړه شوې وه، چې کروندګر او بزګرانو په کې مشري غوره کړه، چې زياتره وخت يې د انابابتيست روحانني له لورې يې ملاتړ کېده. د المان د بزګرانو جګړه د ۱۷۸۹ز کال د فرانسې له اوښتون څخه مخکې د اروپا تر ټولو ستره او په پراخه کچه نامتو پاڅون و. جګړه د ۱۵۲۵ز کال په منځ کې خورا لوړ حالت کې وه. [1]
عمومي معلومات | |
---|---|
د پېښې نېټه |
برخه د | |
---|---|
د پيل موده | |
پاي |
ياده جګړه په بېلابېلو الو ګولو سره پيل شوه، چې د نني المان او الزاس په سويل لويديځه برخه کې پيل شول او په وروستيو الو ګولو کې د المان مرکزي او ختيځو سيمو او نني اتريش ته خپره شوه. المان کې د پاڅون له ټکولو څخه وروسته په لنډ ډول ځينو سويسي سيمو کې راپورته شو. [2]
بزګران د خپل پاڅون په راپورته کولو کې د نه له منځه تلونکو خنډونو سره مخامخ شول. د دوی د خوځښت ديموکراتيک طبيعت دوی له يو منظم جوړښت څخه پرته پرېښودل او د توپخانه او سپاره ځواکونه يې نه درلودل. ډېری غړو يې د شونتيا په حالت کې لږه فوځي تجربه درلوده. د دوی مخالفت [مخالفې ډلې] تجربه لرونکي فوځي مشران، په ښه ډول سمبال شوي او منظم ځواکونه او پراخه تمويل درلود.
ياد پاڅون له راپورته کېدونکي پروتستانت سمون “Protestant Reformation” څخه ځيني اصول او فصاحت او بلاغت خپل کړل، چې بزګرانو يې په واسطه نفوذ او ازادي غوښته. د بنسټيز سمون غوښتونکو “Radical Reformers” او اناباپتيستانو په خورا نامتو ډول توماس مونتزر پاڅون وپاروه او ملاتړ يې وکړ. د دوی په خلاف مارتين لوتر او نورو اجرايي سمون پالو پاڅون وغنده او په څرګند ډول يې د اشرافو پلوي وکړه. په “Against the Murderous, Thieving Hordes of Peasants” کې لوتر تاوتريخوالی د شيطاني کار په توګه وغنده او له اشرافو څخه يې وغوښتل، چې سرکښان د ساده يا ليونو سپيانو په څېر وځپي. الرېچ زوېنګلي “Ulrich Zwingli” هم د خوځښت ملاتړ کاوه، مګر د مارتين لوتر له لورې غندنه د جګړې په ماته کې مرسته وکړه. [3][4]