د علم څانګې
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ساینس یا علم څانګې (branches of science)، چې د علومو، "علمي ډګرونو" یا "علمي رشتو" په نوم هم یادېږي، په ټولیزه توګه په دریو لویو ډلو وېشل شوې دي:
- رسمي علوم: د رسمي سیستمونو مطالعه، لکه د منطق او ریاضیاتو تر څانګو لاندې، چې د تجربي (empirical) علومو خلاف غیر تجربي (a priori) مېتودولوژي کاروي.
- طبیعي علوم: د طبیعي ښکارندو مطالعه (د کائناتو د کاسمولوژیکي، جیولوژیکي، فزیکي، کیمیاوي، او بیولوژیکي عواملو په ګډون). طبیعي علوم په دوو لویو څانګو وېشل کېدای شي: فزیکي علوم او د ژوند اړوند علوم (یا بیولوژیکي ساینس).
- ټولنیز علوم: په ټولنیزو او کلتوري اړخونو کې د انساني چلند مطالعه.[1]
چټک مالومات عمومي معلومات, ځانګړې وېشنيزه ...
د علم څانګې
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخه د |
---|
تړل
طبیعي او ټولنیز علوم له تجربوي علومو څخه دي، یعني دا چې پوهه باید د مشاهدې یا لیدلو وړ ښکارندو پر بنسټ وي او باید د نورو څېړونکو له لوري، چې تر ورته شرایطو لاندې کار کوي، د تایید او منلو وړ وي. دا تصدیق او تایید ښایي ان په یوه علمي څانګه کې دننه هم توپیر ولري.[2][3]
طبیعي، ټولنیز، او رسمي علومو بنسټیز علوم رامنځته کړي، چې د منځ-رشتهاي او تطبیقي علومو لکه انجینرۍ او طب، بنسټ جوړوي. تخصصي ساینسي یا علمي رشتې، چې د ګڼو کټګوریو په بڼه شته دي، ښایي د نورو علمي څانګو برخې هم راونغاړي، مګر ډېری وختونه خپل اصطلاحات او تخصصونه لري.[4]