د غزنويانو ټولواکمني
يو پخوانی واکمني او هېواد چې پلازمېنه يې د غزني ښار و / From Wikipedia, the free encyclopedia
غزنوي واكمني په افغانستان کي له ۹۷۶زېږديز كال څخه نيولې تر ۱۱۸۶ز پورې د هیواد یوه ستره تاریخي واکمني بلل کیږي. ددې واكمنۍ پلازمېنه د افغانستان د غزني ښار، او د لړۍ نامتو واكمن یې سلطان محمود غزنوي ؤ، چي پر هندوستان يې ۱۷ ځلي بریالي بریدونه ترسره کړه. تر ټولو مشهوره یې د سومنات جگړه وه چي په ترڅ کي یې د سومنات لوی بت ونړېدی او هندوستان افغانانو فتحه کړ.