د کندهار تاریخ
د کندهار ولايت تاریخ / From Wikipedia, the free encyclopedia
کندهار په ١٢ او ١٣ دقيقو، ٢٠ او ٢۵ ثانيو شمالي عرض البلد کي واقع دئ [1] . کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يوازي د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکي د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هيرودوتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزیا په نامه په خپلو اثارو کي د کندهار ذکر کړى دئ. کندهار پراخ دښتونه او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو مځکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده.