رابرټ برټون
انکرېز لیکوال او عالم (۱۶۴۰-۱۵۷۷) / From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ برټون (زوکړه: د ۱۵۷۷ زکال د فبروري ۸ مه – مړینه: د ۱۶۴۰ زکال د جنوري ۲۵ مه) انګلیسي لیکوال او د اکسفورډ پوهنتون علمي غړی و چې د ملانخویا د اناتومي یا تشرېح (The Anatomy of Melancholy) په نامه د خپل پوهنغونډي کتاب له امله شهرت لري.
رابرټ برټون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۸ فبروري ۱۵۷۷ |
مړینه | |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |
برټون چې په ۱۵۷۷ زکال کې د ځمکې لرونکو اشرافو طبقې ته په اړونده هوسا ژوند لرونکې کورنۍ کې وزېږېد په دوه ګرامر ښوونځیو کې یې زده کړې وکړې او په ۱۹۵۳ زکال کې هغه مهال چې ۱۵ کاله عمر یې درلود د اکسفورډ په بریزنوز کالج کې شامل شو. په اکسفورډ کې د نوموړي د زده کړو دوره په غیر معمول بڼه اوږده شوه، احتمالا په ستړیا (افسردګۍ) باندې د اخته کېدو او له هغه ځایه څخه ډېر ژر کرېسټ چرچ کالج ته د بدلون له امله وه. برټون د هنرونو د ماسټري او د الهیاتو په برخه کې د لیسانس له ترلاسه کولو وروسته په ۱۶۰۷ زکال کې د خصوصي لارښود په شرایطو برابر شو. نوموړي د ۱۶۰۳ زکال له لومړیو څخه په اکسفورډ کې له ادبیاتو سره لیوالتیا ومونده چې یو شمېر لاتیني اشعار، په اوس مهال کې ورکه هغه تمثیلي پارچه چې پاچا لومړي جیمز خپله اجرا کړه او همدارنګه یې د فیلسوفاسټ په نامه هغه علمي طنزي تمثیلي پارچه ولیکله چې اوس مهال د نوموړي یوازنۍ پاتې شوی تمثیلي پارچه ده. [1]
په ۱۶۰۵ زکال کې د هنرونو د ماسټرۍ له سند ترلاسه کولو وروسته هغه څو ځله هڅه وکړه پوهنتون پرېږدي. په داسې حال کې چې هغه هېڅکله په دې چاره په بشپړه توګه بریالی نه شو؛ هغه وکولای شول د پوهنتون له لارې په اکسفورډ کې د سنت توماس مرټېرز کلیسا امتیاز خپل کړي همدارنګه یې د والسبري د امتیاز او د سېګرېو د کشیش توب ترلاسه کولو لپاره بهرنی ملاتړ خپل کړ. د اکسفورډ د غړي په توګه نوموړي له ۱۶۲۴ زکال څخه د خپلې مړینې تر مهاله په کوچنیو اداري څوکیو او د کرېسټ چرچ کتابتون د کتابدار په توګه خدمت وکړ.
د برټون تر ټولو مشهور اثر او لویه لاسته راوړونه د ملانخولیا د اناتومي (The Anatomy of Melancholy) په نوم کتاب و چې د لومړي ځل لپاره په ۱۶۲۱ زکال کې خپور شو؛ دغه کتاب د برټون له خوا په هغو کې د نوو زیاتونو سره لږ تر لږه پنځه ځله چاپ شو. په وروستي چاپ کې یې د کلماتو شمېر په ټولیزه توګه له ۵۰۰ زره څخه واوښت. په دغه کتاب کې له کلاسیک مهال څخه تر معاصر مهال پورې د ګڼ شمېر چارواکو له نقل قولونو او عباراتو څخه ګټنه وشوه چې د یوه عمر د پوهې اوج یې څرګنداوه.
برټون په ۱۶۴۰ زکال کې ومړ. د هغه لوی شخصي کتابتون د باډلین کتابتون او کرېسټ چرچ کالج ترمنځ ووېشل شو. د اناتومي له اثر څخه یې د هغه د ژوند پر مهال او له مړینې وروسته ډیری لیکوالانو ګټنه وکړه، ادبي غلا یې وشوه، خو په ۱۸مه پېړۍ کې یې بېرته خپل ځایګی وموند. د هغه د اثر ادبي غلا یوازې لارنس سترن افشا کړه او په دې سره یې د هغه له اثارو سره تر ۱۹مې پېړۍ پورې د خلکو په ځانګړې توګه د رومانتیکانو لیوالتیا بېرته را پیدا کړه. د اناتومي په نامه اثر ته په ۲۰مه او ۲۱مه پېړۍ کې لا زیات علمي پام وشو. برټون که هرڅومره لږ محبوبیت درلود، خو تل یې مخکښ لیکوالان لکه ساموئل جانسون، بنجامین فرانکلن، جان کیټس، ویلیام اوسلر او ساموئل بکټ ځانته جلب کړي و.