رجب طیب اردوغان
From Wikipedia, the free encyclopedia
رجب طیب اردوغان (چې د ۱۹۵۴ ز کال د فبروري په ۲۶ نېټه زېږیدلی) یو ترک سیاستوال دی چې له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې د ترکیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي له ۲۰۰۳ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د ترکیې د لومړي وزیر او له ۱۹۹۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې د استانبول د ښاروال په توګه خدمت وکړ. نوموړي په ۲۰۰۱ ز کال د عدالت او پراختیا ګوند (AKP) بنسټ کېښود او د ۲۰۱۴ ز کال څخه وړاندې چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، نوموړی ګوند یې د ۲۰۰۲، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ ز کلونو په ټاکنو کې یې بریالیتوب ته ورساوه. نوموړي په ۲۰۱۷ ز کال کې د اساسي قانون له ټولپوښتنې څخه وروسته د AKP مشرتابه ته بېرته راستون شو. اردوغان چې اسلامپاله سیاسي شالید لري او ځان د محافظه کاره دیموکرات په توګه ښیي، د خپلې ادارې په اوږدو کې هغه له ټولنیز پلوه محافظه کاره او عوام پلوه پالیسو ته وده ورکړې ده. [3][4][5]
رجب طیب اردوغان | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۶ فبروري ۱۹۵۴(1954-02-26) (عمر: ۷۰ کاله) |
استوګنځای | استانبول |
تابعیت | تورکيه |
قد | 1.85 متر [1] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | ترکي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | ترکي ژبه ، انګليسي ژبه [2] |
د کړنې څانګه | سياست |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د اسلامپاله سوکالۍ ګوند د نوماند په توګه د ۱۹۹۴ ز کال په ټاکنو کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. نوموړي د ضیا ګوک آلپ د شعر لوستلو له امله، وروسته له خپلې دندې څخه ګوښه، له سیاسي دفتر څخه منع او د مذهبي نفرت د هڅولو په تور په څلورو میاشتو بند محکوم شو. وروسته اردوغان اسلامپاله ښکاره سیاست پرېښود او په ۲۰۰۱ ز کال کې یې منځلاری محافظه کاره AKP ګوند تاسیس کړ، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې لویه بریا ترلاسه کړه. اردوغان چې لا هم له دندې منع و، د AKP ګډ بنسټ ایښودونکی عبدالله ګل د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو او وروسته یې د اردوغان سیاسي بندیز لغوه کړ. د ۲۰۰۳ ز کال د سیرت د سمیه ییزو ټاکنو له ګټلو څخه وروسته، اردوغان د ګل پر ځای د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، او ګل د ولسمشرۍ لپاره د AKP د نوماند په توګه ډګر ته راغی. په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ ز کلونو کې اردوغان د AKP د مشر په توګه دنده ترسره کړه چې په ۲۰۱۴ ز کال کې ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۱۸ ز کال کې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو. [6][7][8]
د لومړي وزیر په توګه، د اردوغان د کاري دورې په لومړیو کلونو کې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه په خبرو کې پرمختګونه راغلل. همدارنګه د ترکیې اقتصاد د ۲۰۰۱ ز کال د مالي سقوط څخه وروسته د رغېدو په حال کې شو او په زیربنایي برخو کې لکه سړکونو، هوايي ډګرونو او د ګړندیو اورګاډو په شبکو کې پانګونه وشوه. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ ز کلونو کې د اساسي قانون دوه بریالۍ ټولپوښتنې وګټلې. خو د هغه حکومت د فتح الله ګولن او د ګولن غورځنګ سره (چې د ترکیې د دولت له خوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوی دی) د نږدې اړیکو له امله تر شخړه لاندې پاتې شو چې AKP د ګولن سره یو ځای د بالیوز او ایرګینیکون د محاکمو له لارې د سیکولر بیوروکراټانو او نظامي افسرانو په وړاندې په تصفیه تورن دی. د ۲۰۱۲ ز کال په وروستیو کې، د نوموړي حکومت د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) سره د کرد - ترکي د شخړې (۱۹۷۸ – تر اوسه) د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې پیل کړې. په ۲۰۱۵ ز کال کې اوربند مات شو، چې د شخړو او جګړو د زیاتوالي لامل شو. د اردوغان بهرنی سیاست د نوي عثماني سیاست په توګه انګېرل شوی دی او د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې د ښکېلتیا لامل شو، چې د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال یې د دې هېوادونو په ګډه پوله د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا د خاورې ترلاسه کولو مخه نیوله. [9][10]
ترکیې د اردوغان د واک په وروستیو کلونو کې ډیموکراټیک شاتګ او فساد تجربه کړی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د حکومت پر وړاندې د لاریونونو له پیل راهیسې، حکومت په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو باندې دوامداره سانسور پلی کړ، د یوټیوب، ټویټر او ویکیپیډیا په څېر وېب پاڼو ته یې لاسرسی محدود کړ. دې کړنو په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه خبرې وځنډولې. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ۱۰۰ ملیارد ډالرو د فساد رسوایې د دې لامل شوه چې د اردوغان نږدې متحدین ونیول شي چې اردوغان هم په کې تورن و ګڼل شو. د ګولن سره د اړیکو له خرابېدو وروسته، اردوغان له قضایي، بیوروکراسۍ او نظامي برخو څخه د هغه د پلویانو تصفیه پیل کړه. د ۲۰۱۶ ز کال د جولای په میاشت کې د بې پایلې پوځي کودتا هڅه د نورو تصفیو او بېړني حالت لامل شوه. حکومت ادعا وکړه چې د کودتا مشران له ګولن سره اړیکې لري، خو هغه په دې کې هر ډول لاس درلودل رد کړل. د اردوغان واکمنۍ په زورواکي، پراخوالي، سانسور او د ګوندونو یا مخالفینو پر تحریم سره پېژندل شوې ده. [11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21][22][23][24][25]
اردوغان چې اجرائیوي جمهوري ریاست ته د ترکیې د پارلماني نظام د بدلون اوږد مهاله پلوی ګڼل کېده، په ۲۰۱۷ ز کال کې یې د ښي اړخه محافظه کار ملتپال ګوند (MHP) سره د اتحاد لپاره اجراییه ریاست رامنځ ته کړ، چې دا بدلون د اساسي قانون د ټولپوښتنې په توګه و منل شو. د حکومت دا نوې بڼه په رسمي توګه د ۲۰۱۸ ز کال له عمومي ټاکنو څخه وروسته رامنځ ته شوه چې په کې اردوغان او د AKP-MHP نوي ایتلاف ټاکنې وګټلې. له هغه وخت راهیسې نوموړی د ترکیې د پولي واحد له ستونزو او د ۲۰۱۸ ز کال د پور له ناورین سره لاس او ګرېوان دی، چې د دې ناورین د لامل په توګه هم تر نیوکو لاندې دی او په پراخه کچه د نوموړي د شهرت د کمښت لامل شوی هم دی. همدارنګه، داسې انګېرل کېږي چې نوموړي د ۲۰۱۹ ز کال په سمیه ییزو ټاکنو کې ونډه درلوده چې په پایله کې یې حاکم ګوند د ۱۵ کلونو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د انقرې او استانبول کنټرول له لاسه ورکړ. له ماتې وروسته، د ترکیې حکومت په استانبول کې د بیا ټاکنو امر وکړ، چې په کې واکمن ګوند بیا په لوی توپیر سره ټاکنې و بایللې. د اردوغان لپاره دوه پرله پسې ماتې د پام وړ ماتې ګڼل کېدې، چې یو وخت هغه ویلي وو چې که د هغه ګوند "استانبول له لاسه ورکړي، نو په حقیقت کې به ترکیه له لاسه ورکړي". [26][27][28][29][30][31][32][33][34]