سوزن انتوني
From Wikipedia, the free encyclopedia
سوزن بي انتوني (د ۱۸۲۰ ز کال د فبرورۍ ۱۵مه – د ۱۹۰۶ ز کال د مارچ ۱۳مه) یوه امریکايۍ ټولنیزه اصلاحغوښتونکې او د ښځو د حقونو فعاله وه چې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په غورځنګ کې یې مرکزي رول ولوباوه. دا په یوه کواکر [مذهبي] کورنۍ کې وزیږېده چې ټولنیزې برابرۍ ته ژمنه وه. په ۱۷ کلنۍ کې یې د غلامۍ ضد غوښتنلیکونه را ټول کړې. په ۱۸۵۶ز کال کې د نیویارک ایالت لپاره د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې استازې شوه.
سوزن انتوني | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری [1]، سینه بغل [1] |
هديره | پاريس |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
د کړنې څانګه | د ښځو له خوا د رایو ورکولو حق |
لاسليک | |
سمول |
په ۱۸۵۱ ز کال کې یې له «الیزابېت کډي سټانټون» سره وکتل، چې د ټولنیزو اصلاحاتو او د ښځو د حقونو په اړوندو فعالیتونو کې يې ملګرې او دایمي همکاره شوه. اغلې انتوني په ۱۸۵۲ ز کال کې د ښځینوالي له امله د برابرۍ په یوه کنفرانس کې له خبرو منع شوه، بیا یې له کنډي سره یوځای د نیویارک ښار د ښځو د برابرۍ ټولنه جوړه کړه. په ۱۸۶۳ ز کال کې یې د ښځو د وفادارۍ ملي بهیر جوړ کړ، چې د متحدو ایالتونو په تاریخ کې یې تر ټولو لویه عریضه وکړه چې د غلامۍ د له منځه وړلو په ملاتړ یې کابو ۴۰۰۰۰۰ لاسلیکونه را ټول کړل. په ۱۸۶۶ ز کال کې يې د امریکا د برابرو حقونو ټولنه جوړه کړه چې د ښځو او افریقاييالاصله امریکایانو د برابرو حقونو لپاره یې مبارزه کوله. په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د «ریوولوشن» (The Revolution) په نامه د ښځو د حقونو یوه خپرنۍ جوړه کړه. په ۱۸۶۹ ز کال کې یې د ښځو په غورځنګ کې د یوې برخې په توګه د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو ملي اتحادیه جوړه کړه.
انتوني په ۱۸۷۲ ز کال کې د خپل ټاټوبي «نیویارک» ایالت په «روچسټر» ښار کې له هغو قوانینو نه سرغړونه وکړه چې یوازې نرانو ته یې د رایې ورکولو اجازه ورکړې وه. دا په یوه عمومي محکمه کې محاکمه شوه، خو د جریمې له ورکړې یې ډډه وکړه او په دې اړه چارواکو هم نور اقدامات ونهکړل. په ۱۸۷۸ ز کال کې انتوني او سټاټون کانګرېس ته د یوه داسې تعدیل پلان ورکړ چې ښځو ته یې د رایې حق ورکاوه. دغه پلان سناتور «ارون اې سرجنټ» وړاندې کړ، خو وروسته بیا په خبرو کې د «سوزن بي انتوني» د تعدیل یا اصلاحیې په توګه وپېژندل شو. په پای کې دغه پلان په ۱۹۲۰ز کال کې د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د نولسم تعدیل په توګه تصویب شو.
انتوني د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره ډېر سفرونه وکړل، هر کال یې له ۷۵ تر ۱۰۰ ویناوې کولې او په ډېرو دولتي کمپاینونو کې یې کار کړی. دې د ښځو د حقونو لپاره په نړیواله کچه کار وکړ او د ښځو د نړیوالې شورا په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه، دا ټولنه لا هم فعاله ده. اغلې انتوني په ۱۸۹۳ ز کال کې په شیکاګو کې د کلمبیا(Columbian) په نړیوال نندارتون کې د استازو ښځو د نړیوال کانګرس له جوړېدو سره مرسته وکړه.
کله یې چې د ښځو د حقونو لپاره لومړی ځل مبارزه پیل کړه، ډېرې ملنډې پرې ووهل شوې او د واده د بنسټ پر له منځه وړلو تورنه شوه. د ژوند په اوږدو کې د دې په اړه عمومي نظر په ډېرې چټکۍ سره بدل شو. د ۸۰ کلنۍ زېږد کلیزې مراسم یې د ولسمشر «ویلیم مک کینلي» په بلنه په سپینه ماڼۍ کې جوړ شول. دا لومړنۍ ښځه وه، چې په ۱۹۷۹ ز کال کې یې د متحدو ایالتونو د پیسو پر نوټونو تصویر چاپ شو.