قاهره
From Wikipedia, the free encyclopedia
قاهره (عربي: القاهرة، روماني: al-Qahirah، تلفظ: [ælqɑ(ː)ˈheɾɑ]) د مصر پلازمېنه او د عربي نړۍ تر ټولو لوی ښار دی. د سترې قاهرې (Greater Cairo) ښاري سيمه د ۲۱،۳ ميلون نفوس په درلودلو سره په افريقا، عربي نړۍ او منځني ختيځ کې تر ټولو لويه ښاري ګڼ نفوسه او د نفوس له مخې د نړۍ په کچه شپږمه تر ټولو لويه سيمه ده. قاهره په لرغوني مصر پورې پورې تړلې ده، په همدې ډول د “Giza” د هرم کمپلکس او د ممفيس او هيليوپوهليس ښارونه يې په جغرافيوي سيمه کې پراته دي. دا ښار چې د نيل دلتا (Nile Delta) سره نږدې پروت دی، په لومړي ځل د “Fustat” په نوم رامنځته شو، چې دا په اصل کې د بابيلون (Babylon) په نوم د لرغوني روم يوې شته پوځي کلا ته نږدې په ۶۴۰ ز کال کې د مسلمانانو له لورې د مصر له نيولو (فتحه کولو) څخه وروسته په سيمه کې رامنځته شوې استوګنه وه. د فاطمي (Fatimid) کورنۍ تر مشرۍ لاندې ۹۶۹ ز کال ته نږدې د القاهره په نوم يو نوی ښار جوړ شو. دې ښار د ايوبي (Ayyubid) او مملوک (Mamluk) دورو (۱۲ – ۱۶ پېړيو) پر مهال د اصلي ښار مرکز په توګه د فسټاټ “Fustat” ځای ونيو. قاهره د اوږدې مودې لپاره د سيمې د سياسي او کلتوري ژوند مرکز دی او د خپلې اسلامي معمارۍ د لوړتوب له امله «د زر منارو ښار» نومول کېږي. د ښار تاريخي مرکز ته په ۱۹۷۹ ز کال کې کې د نړيوال ميراث د ځای “World Heritage Site-status” انعام ورکړل شو. قاهره د “GaWC” له لورې د «دويم مثبت» يا “Beta +” ډلبندۍ په ورکولو سره يو نړيوال ښار ګڼل کېږي.[5]
قاهره Cairo | |
---|---|
القاهرة | |
د قاهره Cairo انځور | |
قاهره Cairo | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:ISO 3166/data/EG' not found.}} ۳۰°۳′۲۹″ شمال ۳۱°۱۳′۴۴″ ختیځ | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۶ جولای ۰۹۶۹ |
اداري وېش | |
هیواد | مصر |
ولایت | قاهره ولایت |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• والی | ډاکټر عبدالعظیم وزیر |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۴۵۳ کلوميټر٢ (۱۷۵ میله مربع) |
لوړوالی | 23 متر |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۶) | |
• ټولټال | ۶۷۵۸۵۸۱ |
• د نفوسو کثافت | ۱۵٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۳۹٬۰۰۰/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | EET (ه.ن.و۲+) |
• د اوړي وخت | EEST (ت.ع.م ۳+) |
رسمي ژبه | عربي ژبه |
11511–11668 | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۲ (۲۰)+ |
جيو کوډ | 360630[1] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | www.cairo.gov |
سمول |
نن ورځ قاهره د عربي نړۍ په کچه د سينما او موسيقۍ تر ټولو لرغونی او پراخه صنعت او د نړۍ په کچه د لوړو زده کړو دويم لرغونی بنسټ يعنې الازهر پوهنتون لري. زياتې نړيوالې رسنۍ، سوداګرۍ او سازمانونه په دې ښار کې خپل سيمه ييز مرکزونه لري، عرب ليګ د خپل شتون د زياتې مودې لپاره په دې ښار کې خپله مرکزي اداره درلودلې ده.
له ۱۰ ميليون څخه د زيات نفوس په درلودلو سره چې په ۴۵۳ کيلومتر مربع (۱۷۵ ميل مربع) سيمه کې خپور شوی دی، قاهره په مصر کې خورا لوی ښار دی. نور ۹،۵ ميليونه اوسېدونکي ښار ته نږدې ژوند کوي. قاهره لکه د نورو زياتو لويو ښارونو غوندې د نفوس او ګڼې ګوڼې له لوړې کچې څخه رنځېږي. د قاهرې ميټرو چې په ۱۹۸۷ ز کال کې پرانېستل شو، په افريقا کې د ميټرو تر ټولو پخوانی سيستم دی او په کلني ډول له يو بيليون څخه د زياتو مسافر چلونو په درلودلو سره، په نړۍ کې د ۱۵ تر ټولو بوختو مېټرو له ډلې څخه ډلبندي کېږي. د دې ښار اقتصاد په ۲۰۰۵ ز کال د منځني ختيځ په کچه لومړی ځای او د باندني سياست د ۲۰۱۰ ز کال د ښارونو نړيوال لړيال له مخې په نړيواله کچه ۴۳ ځای درلود.[6][7][8][9][10][11]