لسم شارل
د فرانسې باچا د ۱۸۲۴ تر ۱۸۳۰ / From Wikipedia, the free encyclopedia
لسم شارل (چې د شارل فیلیپ په نوم وزېږېد، د آرتوا کنټ؛ ۹ اکتوبر ۱۷۵۷- ۶ نومبر ۱۸۳۶ زکال) د ۱۸۲۴ زکال د سپټمبر له ۱۶مې نېټې څخه د ۱۸۳۰ زکال د اګست تر دویمې نېټې پورې د فرانسې پاچا و. نوموړی د ولیعهد اوولسم لوئي تره او د پاچا شپاړلسم لوئي او پاچا اتلسم لوئي کشری ورور و چې د تبعید پر مهال یې له ده ملاتړ کاوه. په ۱۸۱۴ زکال کې د بوربون کورنۍ د بېرته پیاوړي کېدو وروسته شارل (د فرضي وارث په توګه) د اولترا سلطنت غوښتونکو د ډلې رهبر شو؛ د فرانسې په دربار کې هغه سلطنت غوښتونکې راډیکاله ډله چې حکومت یې د الهي حق پر بنسټ تائید کاوه او لیبرالانو ته یې د ورکړل شوو امتیازاتو او همدارنګه د ۱۸۱۴ زکال د منشور له مخې د مدني ازادیو له تضمین سره مخالفت درلود. د فرانسې په دربار کې د شارل نفوذ وروسته له هغه وده وکړه کله چې په ۱۸۲۰ زکال کې د هغه زوی شارل فردیناند چې د بری دوک و ترور شو؛ نوموړی په ۱۸۲۴ زکال کې د خپل ورور اتلسم لوئي ځای ناستی شو.[1][2][3][4]
لسم شارل | |
---|---|
وي فەرەنسی: Charles X | |
زېږون | ۹يو اکتوبر ۱۷۵۷ Versailles، فەڕەنسا |
مړينه | ۶ نومبر ۱۸۳۶ (۷۹ کال کلنۍ کي) Gorizia، ئیتاڵیا |
Noble title | duke |
د زامې سرطان | کولرا |
د خښولو ځای | Annunciation Parish Church (Nova Gorica) |
پلار | Louis, Dauphin of France |
مور | Marie Josèphe of Saxony |
میړه یا مېرمن | Maria Theresa of Savoy |
Unmarried partner | Louise d'Esparbès de Lussan، Rosalie Duthé |
ماشومان | Louis Antoine, Duke of Angoulême، Charles Ferdinand, Duke of Berry، Sophie d'Artois، María Teresa de Francia |
کورنۍ | House of Bourbon |
Godparent | Charles III of Spain، Sophie of France |
ژبې | فرانسوي ژبه، اسپانیایي ژبه |
ليکنې ژبه | فرانسوي ژبه |
دنده | سياستوال |
واک درلودنه | King of France and Navarre، French co-prince of Andorra |
د کار ځای | پاريس |
Work period (start) | ۱۷۷۲ |
Work period (end) | ۱يو جنوري ۱۸۳۶ |
Patient of | Guillaume Dupuytren |
دين | کاتولیکه کلیسا |
پوځي پوړ | Coronel General |
خوندي شوی په | Archives nationales |
څښتن د | Château de Bagatelle |
Depicted by | Charles X (1757–1836), King of France, after Gérard |
Copyright status as a creator | copyrights on works have expired |
د هغه نږدې ۶ کلن سلطنت؛ په ۱۸۲۵ زکال کې د تاج اېښودو له لحظې څخه چې په کې یې هڅه وکړه د سلطنتي لمس عمل بېرته را ژوندی کړي د فرانسوي لیبرالانو ترمنځ منفور و. د هغه تر واک لاندې ادارې د فیوډالېزم د لغو کولو لګښتونه پخوانیو ځمکو لرونکو ته د پورونو د اوراقو په ورکړې سره پوره کړل، د کاتولیک کلیسا واکونه یې زیات کړل او همدارنګه یې مقدساتو ته د توهین په جرم د اعدام جزا بیا پلې کړه؛ هغه چارې چې د اکثریت لیبرال پارلمان سره یې د جنجال جوړېدو لامل وګرځېدې. شارل همدارنګه د فرانسې له خوا د الجزایر نیونه له داخلي ستونزو څخه د خپلو وګړو د انحراف په موخه تائید کړه او هایتي یې مجبور کړ څو د محاصرې د ماتولو او همدارنګه د هایتي د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو په بدل کې په زیاته کچه تاوان ورکړي. نوموړي بالاخره د شاهزاده ژول دوپولیناک په لومړي وزارت سره یو محافظه کار دولت رامنځته کړ چې د ۱۸۳۰ زکال د فرانسې په پارلماني ټاکنو کې یې ماته وخوړه. هغه د دغې چارې په غبرګون کې د پارلمان د انحلال، د رایو ورکولو د حق د محدودیت او د مطبوعاتو د بیاځلي سانسور فرمانونه ورکړل. د یوې اونۍ په ترڅ کې فرانسه له ښاري اعتراضاتو سره مخ شوه چې له امله یې د ۱۸۳۰ زکال انقلاب وشو او په پایله یې کې نوموړی له واکه ګوښه او پر ځای یې لومړي لوئي فیلیپ د فرانسې پاچا شو. شارل یوځل بیا تبعید شو او په ۱۸۳۶ زکال کې په ګوریزیا کې چې هغه مهال د اطریش د سترواکۍ برخه وه ومړ. نوموړی د بوربن لویې کورنۍ څخه د فرانسې وروستی پاچا و.[5][6][7]