لېږدچارې
From Wikipedia, the free encyclopedia
ترانسپورت له یوه ځایه بل ځای ته د انسانانو، حیواناتو او توکو حرکت ته ویل کېږي. یا ترانسپورت له یوې نقطې نه بلې نقطې ته د یوه موجود یا شي ځانګړي حرکت ته هم ویل کېږي.
د ترانسپورت په ډولونو کې هوا، ځمکه (د رېل پټلۍ او سړک)، اوبه، کېبل، پایپلاین او فضا شاملېږي. دا برخه په زېربنا، نقلیه وسایلو او سوداګریزو عملیاتو وېشلی شو. ترانسپورت د خلکو تر منځ د سوداګرۍ زمینه برابروي چې دا کار د تمدنونو د پراختیا لپاره اړین دی.
د ترانسپورت په زېربناوو کې ثابت تاسیسات، لکه: سړکونه، رېل پټلۍ، هوايي لارې، کانالونه، پایپلاینونه او ترمینلونه، لکه: هوايي ډګرونه، د رېل ګاډو سټېشنونه، بس سټېشنونه، لوی ګودامونه، د باربرۍ ترمینلونه، د سونتوکو ډېپوګان (لکه د سونتوکو د بارېدو ځای او د رېل ګاډو تمځای) او سمندري بندرونه شاملېږي. ترمینلونه هم د مسافرو او بارونو د راکړې ورکړې (تبادلې) او هم د ساتنې لپاره کارول کېدای شي.
د ترانسپورت وسایل د لېږد را لېږد بېلابېل وسایل دي، چې د خلکو یا بار د لېږدولو لپاره کارول کېږي. په دې کې ښايي نقلیه وسایل، د سپرلۍ حیوانات او د بار وړلو حیوانات شامل وي. په نقلیه وسایلو کې ګاډۍ، موټر، بایسکېلونه، بسونه، رېل ګاډي، لارۍ، چورلکې، کوچنۍ بېړۍ، وړې او لویې الوتکې شاملې دي.