هاوارد هیوز
From Wikipedia, the free encyclopedia
هاوارد رابرد هیوز کشر (د ۱۹۰۵ کال د ډسمبر له ۲۴ – د ۱۹۷۶ کال د اپریل تر ۵) یو امریکایی لوی شتمن سوداګر، ریکارډ جوړونکی پیلوټ، انجینر، فلم جوړونکی، او انسان دوست و، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې د یو دېر با نفوذه او بډایه کس په توګه شهرت درلود. نوموړي لومړی د فلم جوړونکي په توګه، او بیا د هوايي چلند صنعت کې د برلاسې څېرې په توګه نامتو شو. وروسته په ژوند کې، نوموړی د خپل عجیب چلند او د ژوندانه د ځانګړې بڼې له امله شهرت ترلاسه کړ – چې دا عجیب چلند یوڅه د هغه د خرابېدونکې جبري وسواس د ختلال (OCD)، د الوتکې د مرګونې پېښې څخه اوږد درد، او زیاتېدونکې کوڼوالي له امله رامنځ ته شو. [2]
هاوارد هیوز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | هیوستون |
مړینه | هیوستون [1] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
طبی کیفیت | عصبي، جبري سوچونه OCD |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د فلم د شتمن په توګه، هیوز د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې په هالیوډ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړ، چې هغه د لوی مصرف او زیاتره جنجالي فلمونه لکه شورماشو (۱۹۲۸)، د دوزخ پریښتې (۱۹۳۰)او داغ مخ (۱۹۳۲)، تولید کړل. وروسته په ۱۹۴۸ کال کې نوموړي د کېت-البي-اورفیو انځورونو (RKO Pictures) د فلم سټوډیو واخیسته، چې په هغه وخت کې د هالیوډ د زرینې دورې د پنځو لویو سټوډیوګانو څخه وه، خو د دې تولیدي شرکت د هغه تر کنټرول لاندې له ستونزو سره مخ شوه او په پایله کې کې یې په ۱۹۵۷ کال فعالیت بند کړ. [3][4]
الوتنې او فضایي سفر سره د خپلې لېوالتیا له امله، نوموړي په ۱۹۳۲ کال کې د هیوز د الوتکو شرکت تاسیس کړ، چې لوی شمېر انجینران، ډیزاینران، او دفاعي قراردادیان یې وګومارل. هغه د ۱۹۳۰ لیسیزې پاتې برخه او د ۱۹۴۰ لسیزې زیاته برخه د نړۍ د هوایې سرعت په زیاتره ریکارډونه تېر کړل. هغه د هیوز اچ-۱ مسابقه کوونکي (Hughes H-1 Racer) (۱۹۳۵ کال) او اچ-۴ هرکلیز (د پاک کارغه، ۱۹۴۷) جوړ کړل، چې دوهمه یې د هغه وخت راهیسې تر ۲۰۱۹ کال پورې په تاریخ کې د لویو وزرونو پر درلودلو ترټولو لویه الوتونکې کښتۍ وه. هغه د Trans World Airlines و پېرود او پراخ یې کړ او وروسته یې Air West واخیست او هغه ته یې د Hughes Airwest نوم ورکړ. هیوز په دوه ځله (په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۸ کلونو کې) د هارمون جایزه، همدارنګه د کولیر جایزه (۱۹۳۸ کال) او د کانګریس د سرو زرو مډال (۱۹۳۹ کال) یې د ۱۹۳۰ کلونو په اوږدو کې د هوایی چلند په برخه کې د هغه د لاسته راوړنو لپاره ترلاسې کړې. په ۱۹۷۳ کال کې د ملي هوایي چلند د شهرت په سالون کې شامل شو او د پرواز مجلې په ۲۰۱۳ کال کې نوموړی د هوایی چلند د ۵۱ اتلانو په نوملړ کې راوست شو چې ۲۵ ځای یې ترلاسه کړی و. [5][6][7]
هغه د ژوند د وروستیو کلونو کې خپله مالي سترواکي پراخه کړه او په لاس ویګاس کې زیاتره لوی کاروبارونه، لکه املاک، هوټلونه، قمارخانې، او د رسنۍ، لاس ته راوړل. نوموړی چې په هغه وخت کې د نیوادا ایالت له خورا ځواکمنو څېرو څخه ګڼل کېده، د یو نړیوال ښار حیثیت ته ویګاس په بدلون کې په پراخه کچه کرېدیت ترلاسه کوي. د کلونو ذهني او فزیکي زوال وروسته، هیوز په ۱۹۷۶ کال کې د پښتورګو د درېدو له امله مړ شو. د هغه میراث د هاورډ هیوز د طبي انسټیټیوټ او هاوارد هیوز کارپوریشن پر مټو ساتل کېږي. [8]