هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو
From Wikipedia, the free encyclopedia
هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو (د ۱۷۴۹ کال د مارچ ۹مه – د ۱۷۹۱ کال د اپرېل ۲یمه) د فرانسې د انقلاب د لومړیو مرحلو رهبر و. په ۱۷۸۹ کال کې د انقلاب تر پیل وړاندې په ډېرو داسې رسواییو کې ښکېل و چې له امله یې شهرت زیانمن شو. په ۱۷۸۹-۱۷۹۱ کلونو کې د فرانسې د سیاسي درجه بندۍ مخکښ شو او د خلکو پر غږ مشهور شو. دی یو بریالی ویناوال و. د انقلابیانو په منځ کې د اعتدال دریځ مشر و چې د لویې بریتانیا په ماډل کې د اساسي قانون د پاچاهۍ په برخه کې جوړ شوی و. تر مړینې وروسته لوی ملي اتل وبلل شو، که څه هم چې د اعتدال دریځ ملاتړ له منځه تللی و. تاریخ پوهان په دې اړه د نظر ژور اختلاف لري چې ایا دی یو لوی مشر و چې نږدې ټول ملت یې له ترور څخه ژغورلی و، که یا هم داسې کس و چې سیاسي یا اخلاقي ارزښتونه یې نه لرل، خلک یې تېر ایستل او د دښمن په پیسو رسېدلی یو خاین و.[1]
هونره ګابریل ریکوټي، کنټ ډي میرابو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | تسپود |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |