ویاچسلاو مولوتف
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویاچسلاو میخائلوویچ مولوتف (۹ مارچ ۱۸۹۰- ۸ نومبر ۱۹۸۶ زکال) روسي سیاستوال او دیپلمات، پخوانی بلشویک او له ۱۹۲۰ مې لسیزې راهیسې په شوروي دولت کې یو له مخکښو څېرو څخه و. هغه له ۱۹۳۰ زکال څخه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې د خلکو د کمیسارانو د شورا د مشر او له ۱۹۳۹ – ۱۹۴۹ ز کال پورې او بیا ځلي له ۱۹۵۳-۱۹۵۶ ز کال پورې یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. [8]
ویاچسلاو مولوتف | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۵ فبروري ۱۸۹۰[1] او ۹ مارچ ۱۸۹۰[2] |
مړینه | مسکو [3] |
د مړینې لامل | الزایمر |
تابعیت | شوروي اتحاد |
ګوند | د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۸ مارچ ۱۹۱۸–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي [4][5] |
د کړنې څانګه | سياست [6]، ديپلوماسي |
ځانګړي کړنې | د مولوتوف – ریبنتروپ تړون [7] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | ختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه) |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د ۱۹۳۰ مې لسیزې وروسته، هغه د شوري اتحاد په مشرتابه کې له ژوزف ستالین وروسته دویم ځایګی درلود، ځکه نوموړي هغه ته له ۳۰ کالو څخه زیاتې مودې لپاره په ډېرې وفادارۍ کار وکړ؛ د ستالین له مړینې وروسته هغه له خپل ځایګي دفاع وکړه، ځکه هغه هم د ستالین په ټولو ناوړه چارو لکه په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې په زور سره د بزګرانو د راغونډولو او د لویې تصفیې په عملیاتو کې چې هغه په اعدام باندې د محکومو ۳۷۳ تنو اعدام لاسلیک کړ، پراخه ونډه لرله.
د ۱۹۳۹ زکال په اګست میاشت کې د بهرنیو چارو لپاره د خلکو کمیسار مولوتف، د آلمان – شوروي ترمنځ د جګړې نه کولو د هوکړې چې د مولوتف – ریبنتروپ په هوکړه هم پېژندل کېږي، اصلي لاسلیک کوونکی شو. هغه د شوروي د یو پیاوړي دیپلمات او سیاستوال په توګه خپل ځایګی د ۱۹۴۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې وساته، دا هغه مهال و چې هغه د ستالین پام له لاسه ورکړ او ستالین هم اندری ویشینسکي د هغه پر ځای د بهرنیو چارو وزیر وټاکه. له ستالین سره د مولوتف اړیکه خرابه شوه او ستالین هم د ګوند په ۱۹م کانګرس کې په هغه نیوکه وکړه.
مولوتف د ستالین له مړینې وروسته یو ځل بیا په ۱۹۵۳ زکال کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، خو په کلکه سره یې د نیکیتا خرشچوف د ستالین ضد پالیسیو مخالفت وکړ چې له امله یې نوموړي له ټولو دولتي منصبونو څخه ګوښه او همدارنګه یې په ۱۹۶۱ زکال کې له ګوند څخه هم ویوست. مولوتف په ۱۹۸۶ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د ستالین له سیاستونو او میراثونو دفاع کوله او په کلکه سره یې د هغه په ځای ناستو په ځانګړې توګه په خرشچوف نیوکې کولې.
د مولوتف کوکټیل په نوم مشهوره اور اچونکې په لاس جوړه وسله هم د هغه په نوم نومول شوې.[9]