ډونالډ رمزفيلډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډونالډ هينري رمزفيلډ (زوکړه: ۱۹۳۲ز د جولای ۹، مړينه: ۲۰۲۱ د جون ۲۹) يو امريکايي سياستپوه، حکومتي چارواکی او سوداګر و، چې په لومړي ځل يې د ګيرالډ فورډ “Gerald Ford” تر ولسمشرۍ لاندې له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷ ز کال او بيا ځل د جورج ډبليو بوش “George W. Bush” تر ولسمشرۍ لاندې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې د دفاع وزير په توګه خدمت وکړ. نوموړی هم تر ټولو لږ او هم تر ټولو ډېر عمر لرونکی دفاع وزير و. رمزفيلډ له دې سربېره د ايلينوی ايالت څخه (۱۹۶۳-۱۹۶۹) د درې دورو لپاره د د متحده ايالتونو د کانګرس غړی، له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې د اقتصادي موکې ادارې “Office of Economic Opportunity” رئيس، له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۷۳زکال پورې د ولسمشر سلاکار، له ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۴ز کال پورې ناټو کې د متحده ايالتونو استازی او له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د سپينې ماڼې د دفتر رئيس و. د دفاع وزير په توګه د خپلو درې دورو په منځ کې يې د بېلابېلو شرکتونو د اجرائيه رئيس او رئيس په توګه هم خدمت وکړ. [1][2][3]
ډونالډ رمزفيلډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | شیکاګو |
مړینه | |
د مړینې لامل | ملټيپل ميولوما |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
طبی کیفیت | ملټيپل ميولوما |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په ايلينوي کې زېږېدلي رمزفيلډ پرېنسټن پوهنتون “Princeton University” کې زده کړې وکړې او په سياسي پوهه کې د سند په تر لاسه کولو سره، ورڅخه په ۱۹۵۴ز کال کې فارغ شو. په سمندري ځواک کې له درې کالونو خدمت څخه وروسته يې د ايلينوي ۱۳ پارلماني سيمه کې کانګرس ته د لار موندلو په موخه ټاکنيزه مبارزه پيل او په ۱۹۶۲ ز کال د ۳۰ کلنۍ په عمر يې ټاکنې وګټلې. نوموړي په ۱۹۶۹ زکال کې د ولسمشر ريچارډ نيکسن له لورې د اقتصادي موکې د دفتر مشر په توګه ګومارنه ومنله؛ د نيکسن له لورې سلاکار وټاکل شو او د کابينې [وزير] په کچه دريځ سرليک ورکړل شو. رمزفيلډ مخکې له دې چې ناټو کې د سفير په توګه وګومارل شي، د اقتصادي ثبات پروګرام “Economic Stabilization Program” مشري يې هم وکړه. کله چې د ۱۹۷۴ زکال په اګسټ کې بېرته واشنګټن ته راوبلل شو، د ولسمشر فورډ له لورې د دفتر رئيس وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۷۵ ز کال کې هغه مهال چې د فورډ له لورې د دفاع وزارت ته نوماند شو، خپل يو وخته ځوان کارکونکی ډيک چيني “Dick Cheney” يې د خپل ځايناستي په توګه وګوماره. کله چې فورد د ۱۹۷۶ز کال ټاکنې وبايللې، رمزفيلډ شخصي سوداګرۍ او مالي ژوند [مالي برخو کې کار کولو] ته راوګرځېد او د جي ډي سيرلي اينډ کمپني “G. D. Searle & Company” درمل جوړونې شرکت مشر او اجرائيه رئيس شو. هغه له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د “General Instrument” اجرائيه رئيس او له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د “Gilead Sciences” رئيس نومول شوی و.
رمزفيلډ د ۲۰۰۱ ز کال جنوري کې د ولسمشر جورج ډبليو بوش له لورې د دويم ځل لپاره د دفاع وزير وټاکل شو. نوموړي د دفاع وزير په توګه د افغانستان او عراق بريدونو کې مرکزي ونډه ولوبوله. نوموړي د عراق له جګړې څخه مخکې او د جګړې پر مهال ادعا وکړه، چې عراق د ډله ييزې ويجاړۍ د وسلو فعال پروګرام درلود؛ مګر تر اوسه يې هيڅکله زېرمې ونه موندل شوې. د پينټاګون يو عمومي پلټونکي راپور وموندل، چې د رمزفيلډ د لوړ سياست مرستيال د عراق او القاعده د اړيکې په اړه بديلې استخباراتي ارزونې رامينځته، توليد او وروسته خپرې کړې، چې ځينې داسې پايلې په کې وې، چې د لوړ پوړو پرېکړه کونکو او استخباراتي ټولنې د رايو له عمومي يووالي يا اجماع سره په ټکر کې وې. د رمزفيلډ د خدمت دوره د ځورونې يا شکنجې کارولو او د ابو غريب د ځورونې او له بنديانو سره د ناوړه چلند د تور له امله تر پوښتنې لاندې او د بحث وړ ده. نوموړي په پرله پسې ډول سياسي ملاتړ له لاسه ورکړ او د ۲۰۰۶ زکال په وروستيو کې يې له دندې څخه لاس واخېست. هغه د خپل تقاعد په کالونو کې د معلوم او نامعلوم “Known and Unknown” تر سرليک لاندې يو خپل ژوندليک او همدا راز د رمزفيليد اصول: سوداګرۍ، سياست، جګړه او ژوند کې د مشرۍ درسونه “Rumsfeld’s Rules: Leadership Lessons in Business, Politics, War and Life” نومي اثر خپور کړ. [4][5][6][7][8]