ډياګو مارادونا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډياګو ارمانډو ماراډونا “Diego Armando Maradona” (زوکړه: ۱۹۶۰ د اکتوبر ۳۰، مړينه: ۲۰۲۰ د نومبر ۲۵) د فوټبال يو ارجنټايني مسلکي لوبغاړی او مدير و. نوموړی چې د بدني روزنې يا سپورت په تاريخ کې په پراخه کچه له سترو لوبغاړو څخه ګڼل کېده، د ۲۰ پېړۍ د فيفا د غوره لوبغاړي “FIFA Player of the 20th Century” انعام له دوه ګټونکو څخه و. د مارادونا د ليد، تېرېدلو، د توپ د اداره کولو او ورو ورو پر مخ وړلو تکړه توب يا مهارتونه د هغه له ټيټ قد يا جګوالي سره يو ځای وو، چې هغه ته يې د ځمکې د راښکون ټيټ مرکز ورکړ او په دې سره وتوانېد، چې د زياتره نورو لوبغاړو په پرتله غوره تمرينونه تر سره کړي. په ډګر کې د هغه شتون او مشرۍ د نوموړي د ډلې پر عمومي عمل باندې ستره اغېز درلود، په داسې حال کې چې هغه به ډېری وختونه د مخالفې ډلې له لورې په يوازې ډول په نښه کېده. د نوموړي د نوښتي وړتياوو تر څنګ، هغه د نښې يا ګول لپاره يو ليد [نښه يا بصيرت] درلود او د فريک کېک [ازادې لغتې وهلو] متخصص پېژندل کېده. مارادونا ته د هغه په عمر د ووړ او په عقل د پوخ ذکاوت له امله د “El Pibe de Oro” (د سرور زرو هلک) وړ نوم ورکړل شوی و، چې د مسلک په ټوله موده کې ورپورې تړلی پاتې شو. نوموړي د لوبو له ډګره د باندې يو ستونزمن ژوند درلود او په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۴ ز کالونو کې له درملو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې له امله يې له لوبو کولو څخه مخنيوی شوی و.
ډياګو مارادونا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۳۰ اکتوبر ۱۹۶۰[1][2][3][4] |
مړینه | 25 نومبر 2020 (60 کاله)[5] |
تابعیت | ارجنټاین |
قد | 165 سانتي متره [6] |
وزن | 70 کيلوګرامه [6] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | اېټاليايي ژبه ، هسپاني [7] |
د کړنې څانګه | فوټبال [8] |
لوبه | فوټبال |
د لوبې هيواد | ارجنټاین |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
مارادونا چې يو پرمختللی لوبه جوړونکی و او په لسم کلاسيک ګڼه کې يې کار وکړ، لومړنی لوبغاړی و چې دوه ځلې يې د پيسو په بدل کې له يوې ډلې څخه بلې ته د بدلون نړيوال ريکارډ جوړ کړ: يو ځل په ۱۹۸۲ ز کال هغه مهال چې د ۵ ميليون يورو لپاره بارسيلونا او بل ځل په ۱۹۸۴ز کال کې هغه مهال، چې د ۶،۹ ميليون يورو په بدل کې ناپولي لوبډلې ته لاړ. نوموړي د خپل مسلک پر مهال د ارجينټېنوس جونيرس “Argintinos Juniors”، بوکا جونيرس “Buca Juniors”، بارسيلونا “Barcelona”، ناپولي “Napoli”، سيوېلا “Sevilla” او د نيوېلډ اولډ بوايس “Newell’s Old Boys” لوبډلو لپاره ولوبېده او ناپولي نومي لوبډله کې د خپلې مودې له امله خورا نامتو دی، چې ګڼې سرلوړۍ يې په کې تر لاسه کړې.
نوموړي له ارجينټينا لوبډلې سره په خپل نړيوال مسلک کې ۹۱ کېپسونه “Caps” تر لاسه او ۳۴ ګولونه يې وکړل. مارادونا د فيفا په څلور نړيوال جامونو “FIFA World Cups” کې ولوبېده، چې له ډلې يې مکسيکو کې د ۱۹۸۶ز کال نړيوالې جام يادولی شو، چې نوموړي په کې د ارجينټينا لوبډلې مشري وکړه او په پای لوبه کې له لويديځ المان “West Germany” لوبډلې څخه د خپې ډلې د بريا لامل شو او د لوبو لړۍ [ټورنمنټ] د غوره لوبغاړي په توګه يې د سرو زرو توپ “Golden Ball” وګټه. د ۱۹۸۶ زکال د نړيوال جام له نيمه پای لوبې څخه وړاندې لوبه [کوارټر فاينل] کې يې د انګلېنډ پر وړاندې د دوه د يو پر وړاندې بريا دواړه نښې [ګولونه] وکړل، چې د فوټبال تاريخ ته د دوه بېلابېلو لاملونو له مخې ننوت. لومړنۍ نښه يا ګول توپ سره د لاس لګېدلو غير جزايي تېروتنه وه، چې «د خدای لاس» په نوم پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې دويمه نښه د انګلېنډ له پينځو لوبغاړو څخه ورو ورو د ۶۰ مترو په واټن له توپ تېرولو څخه وروسته تر لاسه شوه، چې په ۲۰۲۰ زکال کې د فيفا ټکي کام “FIFA.com” رايه ورکونکو له لورې «د پېړۍ نښه/د پېړۍ ګول» رايه ورکړل شوه.
مارادونا د ۲۰۰۸ زکال نومبر کې د ارجنټاين د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی شو. نوموړي د ۲۰۱۰ز کال نړيوال جام کې چې په سويلي افريقا کې تر سره شو، د لوبډلې مشري په غاړه درلوده، که څه هم د لوبو لړۍ په پای کې يې ياده دنده پرېښوده. نوموړي له دې څخه وروسته د ۱۲-۲۰۱۱ فصل [لوبو] لپاره په “UAE Pro-League” کې د الوصل “Al Wasl” لوبډلې روزنه وکړه، چې دوبۍ کې وه. په ۲۰۱۷ زکال کې مارادونا د فيوجايرا “Fujairah” لوبډلې روزونکی شو او د فصل په پای کې يې ياده د ډلې د روزلو دنده پرېښوده. مارادونا د ۲۰۱۸ ز کال په می مياشت کې د ډاينامو بريست “Dynamo Brest” نومي بيلاروسي کلب د نوي رئيس په توګه اعلان شو. نوموړی بريسټ ته لاړ او په جولای کې يې دندې پيل شوې. مارادونا د ۲۰۱۸ زکال له سپټمبر څخه د ۲۰۱۹ ز کال تر جون پورې د دورادوس “Dorados” مکسيکويي کلب روزونکی و. نوموړی د ۲۰۱۹ ز کال له سپټمبر څخه تر خپلې مړينې (۲۰۲۰ زکال نومبر) پورې د “Gimnasia de La Plata” په نوم د ارجنټاين پرايميرا د څانګې کلب روزونکی و.