ډېوېډ لېنچ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډېوېډ کېټ لېنچ (د ۱۹۴۶ کال د جنوري په ۲۰مه زېږېدلی) یو امریکایی فلم جوړوونکی، انځورګر، بصري هنرمند، اداکار/موسیقار، لیکوال او انسان دوست دی. په ۲۰۱۹ کال کې یې ویاړلې علمي جایزه ترلاسه کړې، درې ځله د غوره کارګردان په توګه د اوسکار جایزې ته نوماند شوی، دوه ځله یې د ترټولو غوره بهرني فلم لپاره د سېزار جایزه او همدارنګه یې د کنېس په فیستیوال/ دفلمونو نړیوال فیستوال کې د ډور پالم (په انګلیسي ژبه ګولډن پالم، د سرو زرو وږی/څانګه تر ټولو لوړه فلمي جایزه، ژباړن) او د وینز د فلم په فیستیوال کې د ټولې لاسته راونې په نوم فلم لپاره د کولډن لاین/ د سرو زرو زمری جایزې ګټونکی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د ګاردین ورځپاڼې له خوا رامنځته شوې د منتقدانو یوې ډلې اعلان وکړ چې "په پایله کې تر ټولو بحثونو وروسته هېڅوک هم دا خبره نه شي کولی چې ډېوېډ لېنچ دې د دې دور تر ټولو غوره فلم جوړوونکی وي. حال دا چې ال مووي هغه "د مدرنې امریکایي فلم جوړونې د رینانس/ بیاراژوندي کوونکي سړي په توګه یادوي." د هغه کار د دې لامل شو چې د فلمي منتقد پایولین کېل له خوا د تر ټولو غوره سریال جوړوونکي لقب خپل کړي.[1][2][3][4][5][6][7][8][9]
ډېوېډ لېنچ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
استوګنځای | لاس انجلس |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لېنچ مخکې له دې چې د لنډو فلمونو جوړولو ته مخه کړي د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې یې انځورګري زده کړه. د ایرېزرهېډ په نوم د هغه لومړنی ۹۰ دقیقه یی فلم (۱۹۷۷) د نیمې شپې د فلمونو په مدار کې بریالی و او د فیل سړي (۱۹۸۰)، د شګو غونډۍ (۱۹۸۴) او ابي بخمل (۱۹۸۶) په نوم فلمونو له کاګردانۍ سره بریا ته ورسېد. لېنچ ورپسې له مارک فراسټ سره خپله تلویزوني شبکه جوړه کړه او د ټواین پیک په نوم د یو سړي د معمایي وژنې ډرامه په دوو څپرکو کې په کې خپره شوه. هغه همدارنګه د ټواین پېک مخکیني فلمونه: فایر واک وېت مي (۱۹۹۲)، د وایلډ اټ هاړټ جاده یي فلم (۱۹۹۰) او د سټرېنټ سټوري (۱۹۹۹) کورنی فلم هم په همدې دوره کې جوړ کړل. د سوریالیستي فلم جوړونې لور ته د هغه تللو له سره د هغه درې نور فلمونو: هېګوې (۱۹۹۷)، مالهالنډ ډرایف (۲۰۰۱) او اېنلنډ اېمپایر (۲۰۰۶) د خیالي منطق د غیر تشریحي داستاني جوړښت له مخې پر مخ ولاړل. لېنچ او فراسټ دواړو په ۲۰۱۷ کال کې د ټواین پیک دریېم څپرکي لپاره چې د شوټایم له خوا خپرېده بیا یوځای شول. لېنچ د هرې برخې لیکوالي او کارګرداني وکړه او د ګوردن کول په توګه یې خپل رول بیا پر سکرین راڅرګند کړ.[10]
د یو موسیقار په توګه د بلوباب سټېډيو البومونه (۲۰۰۱)، کرېزي کلاون ټایم (۲۰۱۱) او بېګ ډریم (۲۰۱۳) جوړول او همدارنګه د خپلو بېلابېلو فلمونو لپاره د غږ او موسیقۍ طرحه کول (ځینې وختونه د خپلو همکارانو اېلن سپلېټ، دین هېړلي او یا انجېلیو بادلمېنټي سره)؛ انځورګري او عکاسي؛ د اېمېجس/ انځورګری (۱۹۹۴)، کچ د بېګ فېش (۲۰۰۶) روم ټو ډريم (۲۰۱۸) د کتابونو لیکل او ګڼ شمېر نور ادبي اثار؛ او د ویډيویي موسیقیو (لکه د موبي له خوا شارټ اېن د بک اف هېډ لپاره ویډيو جوړول چې په بدل کې يې هغه بېرته د لېنچ بېګ ډریم ته یوه ویډيو جوړه کړه ) او همدارنګه د اعلاناتو جوړول چې د لېډي بلو شانګهای په نوم د ډایور سوداګریز فلم جوړول، د لېچ له نورو کاري هڅو څخه یادولی شو.[11][12][13][14][15][16][17][18]
د ترانسېډنتال مېډيیشن/ متعالي تفکر (TM) یو لېوال تمرین کوونکی و. په ۲۰۰۵ کال کې يې د ډېوېډ لېنچ بنسټ جوړ کړ چې په ښوونځیو کې د TM د تدریس په لټه کې دی او له هغه مهال راهیسې یې لمن له خطر سره مخ ګڼ نور نفوس لکه بې ځایه شویو ټولنو، غازیانو او کډوالو رسېږي.[19][20]