سربيا
سوېل ختيځې اروپا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
سربیا چې رسمي نوم یې د سربیا جمهوریت دی په وچې پورې تړلی یو هیواد دی. په صربیایي Република Србија) د اروپا په سویلی مرکزی سیمه کې پرته ده چې د جلګه پانونی او د بالکان جنوبی برخي یې په بر کې نیولی دي. دا هیواد له هنګری سره په شمال رومانیا او بلغاریا سره په ختیځ له مقدونیه او مونتینګرو سره په سویل او له کرواسیا او بوسنیا او هرزګوینا سره په لویدیځ کې ګډه پوله لرې.
سربيا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 43.95°شمال 20.933333333333°ختيځ / 43.95; 20.933333333333 [1] |
پراخوالی | 88499 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | بلګراد |
رسمي ژبې | |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۲۰۰۶ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 22 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | RS |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +381 |
د صربیا پلازمینه بلګراد رسمی ژبه یې صربيایي مساحت یې ۳۶۱'۸۸ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۰۱'۴۹۸'۷ نفره دي.
سربیا (په سربي ژبه: Србија، تلفظ یي: /sř̩bija/، په رسمي توګه د سربیا جمهوریت، ( په سربې ژبه: Република Србија, Republika Srbija) په سوېل ختیځه اروپا، د پنونیان په هواره او بالکان کې په وچه کې ایسار هېواد دی، چې له شمالي لوري له هنګري، له شمال ختیځ لوري له رومانیا، له سوېل ختیځ لوري له بلغاریا، له سوېل لوري له شمالي مقدونیې، له لوېدیځ لوري له کرواسي او بوسنیا او هرزیګوینا او له سوېل لوېدیځ لوري له مونینیګرو سره ګډې پولې لري او د کوزوو د ناندریزې سیمې له لارې له البانیا سره د پولې ادعا کوي. سربستان نږدې ۷ میلیونه نفوس لري، چې د بلګراد پلازمېنه ښار یې تر ټولو لوی ښار دی.
د اوسني سربستان خاوره چې د ډبرې له لرغونې دورې راهیسې په پر له پسې توګه تر استوګني لاندې ده، په شپږمه پېړۍ کې د سلاوي کډوالیو سره مخامخ وه چې د منځنۍ پېړۍ په لومړیو کې یې زیات سیمه ییز دولتونه رامنځ ته کړل، چې کله ناکله د بیزانس، فرانک او هنګري د سترواکیو رسمي تابع هېوادونه وو. په ۱۲۱۷ ز کال کې د سربستان سلطنت د مقدسې چوکۍ د سلطنت او قسطنطنیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او په ۱۳۴۶ز کال کې د سربستان سترواکۍ په بڼه د پولو در ټولولو پراخې کچې ته ورسېد. عثمانیانو د شپاړسمې پېړۍ په نیمایي کې د اوسني سربستان ټوله خاوره ونیوله چې ځینې وختونه د هابسبورګ سترواکۍ د دوی واکمني تر ګواښ لاندې نیوله چې د ۱۷ مې پېړۍ په پای کې د مرکزي سربستان پر لور په پراخېدو شوه او بنسټ یې په ویووودینا کې و. د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د سربستان انقلاب د ملت – دولت په بڼه د سیمې لومړی مشروطه شاهي نظام تاسیس کړ، چې وروسته یې خپله سیمه پراخه کړه. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له زیانونو او له سربستان سره د ویوودینا د پخواني هابسبورګ د شاهي ملک له یووالي وروسته، دې هېواد د نورو سوېلي سلاویک هېوادونو سره په ګډه د یوګوسلاویا هېواد تاسیس کړ، چې د ۱۹۹۰ ز کلونو تر یوګوسلاوي جګړو پورې به په بېلابېلو سیاسي جوړښتونو کې شته و. د یوګوسلاویا د تجزیې پر مهال، سربستان د موننینیګرو سره اتحاد وکړ چې په ۲۰۰۶ ز کال کې په سوله ییزه توګه منحل شوه او له ۱۹۱۸ ز کال وروسته یې د لومړي ځل لپاره د یو خپلواک دولت په توګه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. د کوزوو د مجلس استازو په ۲۰۰۸ ز کال کې په یو اړخیزه توګه خپلواکي اعلان کړه چې د نړیوالې ټولنې له لوري یې ګډوډ غبرګونونه درلودل، خو سربستان هغه د خپلې خپلواکې خاورې د یوې برخې په توګه ګڼله.[5][6][7]
د سربستان اقتصاد له منځنۍ کچې لوړ عاید لرونکی حالت لري چې د بشري پراختیا د شاخص په لړۍ کې ۶۴م ځای لري. دا هېوا یو مرکزي پارلماني د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی او د ملګرو ملتونو، اروپایي شورا، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان، د سولې لپاره د ګډون، د تور سمندرګي د اقتصادي همکاریو د سازمان، د مرکزي اروپا د آزادې سوادګرۍ د هوکړې غړۍ او د نړیوالې سوداګری سازمان ته د غړیتوب په حال کې دی. دا هېواد له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې، د اروپایي اتحادیې د غړیتوب په اړه خبرې کوي، چې موخه یې تر ۲۰۲۵ ز کال پورې په اروپایي اتحادیه کې غړیتوب دی. سربستان په رسمي توګه د نظامي بې طرفۍ سیاست پر مخ وړي. نوموړي هېواد خپلو اتباعو ته ټول ګډونه روغتیایی پاملرنه او وړیا لومړنۍ او ثانوي زده کړې چمتو کوي. [8]