غزې تړانګه
From Wikipedia, the free encyclopedia
غزه د فلسطین یوه سیمه ده چې له مصر سره ګډه پوله لري. دا سیمه د اسرائیلو لخوا محاصره ده او تجارت او بهرنۍ چارې یې ازادې نه دي. په دې سیمه کې له ۳۸ کلن اشغال وروسته اسرائیلو پرېښود، او بیا یې د ظلمونو بازار تود وسات، لکه څنګه چې په ۲۰۰۸-۲۰۰۹ کې پر غزې د اسرائیلو په برید کې لیدل کېږي، چې اسرائیلو د موږکانو او سويو په څېر پر فلسطینیانو برید وکړ، او ډېری غير انساني ظلمونه يې پر غزه والو وکړل. د برید له لومړۍ ورځې تر ۱۲ ورځې پورې د ۵۰۰ فلسطینیانو له وژلو دا شمېره ۱۰۰۰ ته لوړه شوه.
هېره دې نه وي چې په غزې تړانګه اوسمهال(2023) مېلادي کې حماس غورځنګ واک لري، چې په فلسطين کې د اسرايلو په وړاندې په جارحانه پاڅون باور لري.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس په مشرۍ د فلسطیني وسله والو ډلو د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو پر ضد په پراخه کچه یرغل پیل کړ چې له ۵۰۰۰ نيولې تر ۷۵۰۰ راکټي بريدونو سره مل وو. حماس دې عملیاتو ته د الاقصی سیلاب نوم ورکړی. د اسراییلو ورته ځوابي برید د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) لخوا د اوسپنې تورو عملیاتو نوم ترسره شو، چې په دې ټوله جګړه کې له دواړوو خواوو تر ۱۱۰۰ زيات کسان مړه او ګڼ شمېر ټپيان، يرغمل او ورک شول.