ناروغي
From Wikipedia, the free encyclopedia
ناروغي د بدن يا د ماغزو غېرنورماله حالت دی چې د نارامۍ ،ناهوساينۍ، د بدن په ژونپوهنيز حالت کې خنډ او د ناسم کار لامل او سبب گرځي خو ددې تر څنگ ناروغ او د هغه اړونده چاپېريال کې خلکو ته د ناخوښۍ او ځورېدنې او د ناروغۍ د لېږدېدنې سبب هم کېدای شي. کله ناکله دغه اصطلاح په ټولگړي توگه د ټپونو، ساينډرومونو، نښونښانو، نه اټکليزه کړه وړو او په انساني زغښت کې د نه اټکلېونکي بدلونونو او کړنو د څرگندونې لپاره کارول کېږي، خو په کارپوهيزه کچه بيا دا اصطلاح د بېلابېلو کټگوريو ناروغيو لپاره چې يوه محدوده ځانگړنو پورې اړوند وي، کارول کېږي.
رنځپوهنه يا پېتالوژي د ناروغيو په هکله د زده کړې پوهه ده. د ناروغيو د سيستماتيکې ډلبندۍ مضمون ته ناسولوژي يا nosology هم وايي. د انسانانو د ناروغيو او د هغو د درملنې په هکله دغه ارت پوهنيز ډگر، طبابت يا medicine دی. د ژوو طبابت بيا د ناروغيو په څېړنه کې بله څانگه ده، په دې څانگه کې د ژوو د ناروغيو لاملونه او د درملنې لارې چارې څېړل کېږي. د ژوو طبابت ته بېتاري او يا وېترېنري هم وايي. بوټې هم بېلابېلې ناروغۍ لري، او په بوټو کې هم د انتاني ناروغيو ورته پروسې شته په همدې توگه بوټې د خوراکي کمښت په سبب هم او يا د ړنگېدونکي ميوټېشن په سبب هم په بوټو کې ناروغي پېښېږي. بوټرنځپوهنه هغه پوهنه ده چې د بوټو د ناروغيو په هکله پکې څيړنې کېږي.