![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d2/MosqueinAbuja.jpg/640px-MosqueinAbuja.jpg&w=640&q=50)
آبوجا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ابوجا (په انګلیسي: /əˈbuːdʒə/ Abuja) د نایجېریا پلازمېنه او د دې هېواد اتم تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی. په مرکزي فدراله حوزه کې پروت دغه ښار، یو پلاني ښار دی چې تر ډېره په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د جاپاني مهندس کېنزو تنګي له لوري د طرح شوي ماستر پلان پر بنسټ جوړ شوی دی. نوموړی ښار د پلازمېنې په توګه د ۱۹۹۱ز کال د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د دې هېواد د تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ښار لاګوس ځایناستی شو.[2][3][4][5][6][7][8]
آبوجا | |
---|---|
Abuja | |
د آبوجا انځور | |
د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت | |
د نیجریا هیواد سیاسی نقشه | |
![]() | |
کورډېناټونه: 9.0555555555556°شمال 7.4913888888889°ختيځ / 9.0555555555556; 7.4913888888889 ![]() | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۸۲۸ ![]() |
اداري وېش | |
هیواد | نایجیریا |
قلمرو | د نیجیریا هیواد فدرالی سیمی موقیعت |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• وزیر | آدامو آلیرو |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۷۱۳ کلوميټر٢ (۲۷۵ میله مربع) |
لوړوالی | ۲۰۳۴ ميټره (۶٬۶۷۳ فوټ) |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۶) | |
• ټولټال | ۷۷۶٬۲۹۸ |
• د نفوسو کثافت | ۱٬۱۰۰/کلوميټر٢ (۲٬۸۰۰/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | WAT (ه.ن.و۱+) |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۰۹ ۲۳۴ |
جيو کوډ | 2352778[1] ![]() |
آی اېس او 3166 | NG-FC |
رسمي وېبپاڼه | fct.gov.ng/fcta/ |
سمول ![]() |
د ابوجا جغرافیه د ۴۰۰ مترو (۱۳۰۰ فټه) اسو کمر په واسطه چې د اوبو په واسطه توږل شوې تیږه ده، تعریف شوې ده. د ولسمشرۍ کمپلکس، ولسي جرګه، ستره محکمه او د ښار زیاتې برخې د یاد کمر سویل ته غځېدلې دي. د زوما کمر چې یوه ۷۹۲ متره (۲۵۹۸فټه) تیږه ده، کټ مټ د ښار شمال ته کدونا ښار ته په غزېدلې لویه لاره پرته ده.[9][10]
د ۲۰۰۶ز کال د سرشمېرنې پر بنسټ، د ابوجا ښار ۷۷۶۲۹۸ وګړي درلودل، چې په دې سره په نایجېریا کې یو له لسو ډېر نفوس لرونکو ښارونو څخه ګڼل کېږي (چې په ۲۰۰۶ز کال کې یې اتم ځای درلود). د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، ابوجا د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ ٪۱۳۹.۷ وده درلوده چې په دې توګه په نړۍ کې تر ټولو ګړندی مخ پر ودې ښار شمېرل کېده. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرو پر بنسټ، دغه ښار لږ تر لږه ٪۳۵ کلنۍ وده تجربه کوي چې د دې سلنې له مخې نوموړی هېواد د افریقا د لویې وچې په کچه تر ټولو د ګړندي وده کوونکي ښار ځای خپلوي او د نړۍ په کچه له ګړندیو وده کوونکو ښارونو څخه یو ګڼل کېږي. د ۲۰۱۶ز کال د سر شمېرنې پر بنسټ، د ابوجا ګڼ مېشتې ښاري سیمې په اټکلي بڼه شپږ میلیونه نفوس درلود، چې دا ښار ته یې یوازې په لاګوس پسې ځای ورکړی و، کوم چې په نایجېریا کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکې لویه ښاري سیمه ده. [11][12][13][14][15][16]
مهم مذهبي ځایونه یې د نایجېریا له ملي جومات (په عربي کې: مسجد أبوجا الوطني) او ملی مسیحی مرکز څخه عبارت دي. د ننامدي ازیکیوې نړیوال هوایي ډګر د دغه ښار په چوپړ کې دی. ابوجا د افریقا په کچه یو د څو موخو لپاره د ودانو شوو او همدارنګه یو له تر ټولو شتمنو پلازمېنو څخه شمېرل کېږي.[17]
ابوجا د نایجېریا اداري او سیاسي پلازمېنه ده. دا ښار همدارنګه په سیمه ییزو چارو کې د نایجېریا د ښکېلتیا له امله د افریقا په لویه وچه کې یوه خورا مهمه پلازمېنه ګڼل کېږي. ابوجا د کنفرانسونو یو مرکز هم دی چې هر کال د بېلابېلو ناستو کوربه توب کوي، لکه ۲۰۰۳زکال د مشترک المنافع هېوادونو د سر مشریزې غونډې او د ۲۰۱۴ز کال د نړۍ(افریقا څانګې) د اقتصادي مبحثونو د غونډو ډګر و.[18][19][20]