آرتور بالفور
From Wikipedia, the free encyclopedia
آرتر جیمز بالفور، د بالفور لومړی ارل، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د وړتیا نښان (Order of Merit)، د بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council)، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، د بریتانیا د اکاډمۍ غړی (Fellow of the British Academy)، د تورن د مرستیال ویاړ (Deputy lieutenant)، درلودونکی ( د ۱۸۴۸ ز کال د جولای ۲۵مه د ۱۹۳۰ ز کال د مارچ ۱۹) چې د مشر بالفور په نوم یادېږي د برېتانیې محافظه کار ګوند سیاسي مشر و چې له ۱۹۰۲ز کال نه تر ۱۹۰۵ ز کال پورې یې د برېتانیې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د لویډ جورج د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په توګه په ۱۹۱۷ ز کال کې د کابینې په استازیتوب د بالفور اعلامیه صادر کړه. [1][2][3]
آرتور بالفور | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | برېتانيا (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۱ جولای ۱۹۰۲ – ۵ ډيسمبر ۱۹۰۵ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
بالفور په ۱۸۷۴ ز کال کې پارلمان ته په لاره موندلو سره د آیرلنډ په چارو کې د لوی وزیر په توګه شهرت ترلاسه کړ، په دې دنده کې یې کره نیزې ناکرارۍ وځپلې او د ځمکو د غایبو څښتنانو په وړاندې یې ګامونه واخیستل. هغه د آیرلنډ د کورني واک مخالفت وکړ او ویې ویل چې: په برېتانیا کې د آیرلنډ د پاتې کېدو یا خپلواک اوسېدو تر منځ هېڅ هوکړه نشته. له ۱۸۹۱ ز کال راهیسې یې په ولسي جرګه کې د محافظه کار ګوند مشري په غاړه لرله او د خپل تره مشر سالسبري تر مشرۍ لاندې چې حکومت یې په ۱۸۹۵ز کال او ۱۹۰۰ ز کال کې لوی اکثریت خپل کړ، دنده ترسره کوله. نوموړی چې یو دروند مناظره کوونکۍ و، د ګوند د ادارې ورځنیو کارونو ستړی کړی و.
هغه د ۱۹۰۲ ز کال په جولای کې د لومړي وزیر په توګه د خپل تره ځای ناستی شو. په کورنۍ سیاست کې یې د ۱۹۰۳ ز کال د ځمکې پېرود (آیرلنډ) قانون تصویب کړ چې د انګلیس – آیرلندي د ځمکو مالکینو ډېری سهم یې وپېره. د ۱۹۰۲ ز کال د ښوونې او روزنې قانون په انګلستان او ویلز کې د ښوونځي نظام په عصري کولو باندې لویه اوږدمهاله اغېزه درلوده او هغو ښوونځیو ته یې مالي ملاتړ برابر کړ، چې د انګلستان کلیسا او کاتولیک کلیسا له لوري پرمخ وړل کېدې. د رسمي کلیسا ضد غړي په غوصه شول او خپل رایه ورکوونکي یې وخوځول، خو ونه توانېدل چې هغه بېرته لغوه کړي. په بهرني او دفاعي سیاست کې د برېتانیې دفاعي سیاست له اصلاح نه یې څارنه وکړه او د جکي فېشر له سمندري نوښتونو نه یې ملاتړ وکړ. له فرانسې سره د نوموړي د یووالي دوستانه تړون چې آلمان یې ګوښه (منزوي) کړ، خوندي وساته. نوموړي امپریالیستي سیاست په هغه څېر چې جوزف چمبرلین یې دفاع کوله، غوره کړ، خو د آزادې سوداګرۍ د محدودیت له امله له کابینې نه ګوښه کېدنو، د ده په ګوند کې اختلافات رامنځ کړل. هغه د بویر جګړې (د بغاوت ضد جګړه چې د "بربریت تګلارې" په توګه پېژندل کېږي) په وروستیو پړاوونو کې او سویلي افریقا ته د چینایي کارګر ځواک واردولو ("چینایي غلامي") له امله د خلکو له غوصې سره مخامخ شو. نوموړي له واک نه د ۱۹۰۵ ز کال په دسمبر کې ځان ګوښه کړ او محافظه کارانو په راتلونکې میاشت کې د ۱۹۰۶ ز کال په ټاکنو کې په پراخ توپیر ماتې وخوړه، چې هغه خپله چوکۍ هم له لاسه ورکړه. هغه پارلمان ته ډېر ژر راستون شو او د لویډ جورج د ۱۹۰۹ ز کال د بودیجې د ناورين په اوږدو کې، په ۱۹۱۰ ز کال کې په لږ تو پیر سره د د دوو نورو ټولټاکنو د بایللو په اوږدو کې او د ۱۹۱۱ ز کال د پارلمان د قانون د تصویب په اوږدو کې یې د اپوزیسیون د مشر په توګه دندې ته دوام ورکړ. نوموړی له ګوند مشرۍ نه په ۱۹۱۱ز کال کې ګوښه شو.
بالفور د سمندري ځواکونو د لومړي لارد په توګه د اسکوېث په ائتلافي حکومت (۱۹۱۵-۱۶ز)کې راستون شو. نوموړی د ۱۹۱۶ ز کال په دسمبر کې د ډیویډ لویډ جورج په ائتلاف کې د بهرنیو چارو وزیر شو. هغه زیاتره د بهرني سیاست له کورنیو کارونو لرې ساتل کېده، که څه هم د یهودي ټاټوبي په اړه د بالفور اعلامیه د ده په نامه ده. نوموړي د ۱۹۲۰ ز کلونو په اوږدو کې په لوړو چوکیو کې خدمت وکړ او د ۱۹۳۰ ز کال د مارچ په ۱۹ مه نېټه د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو او په میراث پاتې پراخه شتمني یې خرڅه کړې وه. نوموړي واده ونه کړ. بالفور چې یو فیلسوف روزل شوی و - د دې باور په وړاندې یو دلیل رامنځته کړ چې بشري عقل کولی شي، حقیقت مشخص کړي او داسې ښکارېده چې، هغه د ژوند په اړه جلا لید ولري. نوموړي ته منسوب د یادښت په نمونه کې څرګند شوی: "هېڅ شی ډېر مهم نه دی او یوازې څو شیان مهم دي".