ابوظبی
From Wikipedia, the free encyclopedia
ابوظبی د عربي متحده اماراتو پلازمینه او لوی ښاردی.
ابوظبي | |
---|---|
Script error: The function "lang" does not exist. | |
Emirate of Abu Dhabi | |
د ابوظبی انځور | |
عربي متحده امارات په نقشه کې | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۲۴°۲۸′ شمال ۵۴°۲۲′ ختیځ | |
له بریتانیا نه خپلواکی | ۲ ډسمبر ۱۹۷۱ |
نومول شوی په | |
اداري وېش | |
هیواد | UAE |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ډول | مشروطه پادشاهي |
• امیر | شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان |
• ولیعهد | محمد بن زاید آل نهیان |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۶۷٬۳۴۰ کلوميټر٢ (۲۶٬۰۰۰ میله مربع) |
لوړوالی | 14 متر |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۸) | |
• ټولټال | ۱٬۹۶۷٬۶۵۹ |
• د نفوسو کثافت | ۲۹/کلوميټر٢ (۷۶/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
وخت زون | UAE standard time (ه.ن.و۴+) |
رسمي ژبه | عربي ژبه |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۲ (۹۷۱)+ |
جيو کوډ | 292968[1] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
سمول |
ابوظبي ( په برتانوي انګلیسي: /ˈæbuːˈdɑːbi/، په امریکایي انګلیسي کې: /ˈɑːbuː/؛ په عربي کې: أَبُو ظَبْيٍ چې عربي تلفظ یې: [ɐˈbuˈðˤɑbi] دی) د عربي متحده اماراتو پلازمېنه او (له دوبۍ څخه وروسته) دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار همداراز د ابوظبي د امارت پلازمېنه ده. د ابوظبي ښار د فارس په خلیج کې له مرکزي لوېدیځ ساحل څخه لرې په یوه جزیره کې پروت دی. د ښار او امارت زیاتره اوسېدونکې په اصلي خاوره کې چې د هېواد له نورو برخو سره تړلې ده، مېشت دي. تر ۲۰۲۱ز کال پورې د ابوظبي ښاري برخې د ۱.۵ میلیونه په شاوخوا کې نفوس درلود، او یاد امارت په ۲۰۱۶ز کال کې ټولټال ۲.۹ میلیونه وګړي لرل. د ابوظبي د پانګه اچونې د ادارې مرکز په ابوظبي کې دی، او په ۲۰۲۱ کې د نړۍ په کچه د ملي شتمنۍ تر ټولو پنځم لوی صندوق و.
ابوظبي د نورو بېلابېلاو ملي شتمنیو د صندوق په ترکیب کې چې هلته شتون لري، پخپله له یو میلیارد ډالرو څخه د زیات ارزښت لرونکي تر ادارې لاندې جایدادونه لري.[2][3][4][5][6]
په ابوظبي کې سیمه ییزو او د فدرالي دولت ادارو ته ځای ورکړل شوی او د متحده عربي اماراتو د دولت او د پترولیم د عالي شورا (Supreme Petroleum Council) کور ګڼل کېږي. دا ښار د متحده عربي اماراتو د امیر د اوسېدو ځای دی چې نوموړی د آل نهیان له کورنۍ څخه دی. د ابوظبي ګړندۍ پراختیا او ښاريتوب د نفتو او ګازو له لویو زېرمو او تولید او په نسبي ډول لوړ منځني عاید سره تړلي دي، چې نوموړی ښار یې په یو لوی او پرمختللي ښار بدل کړی دی. یاد ښار، د هېواد د سیاست او صنعت مرکز او د کلتور او سوداګرۍ لوی مرکز دی. ابو ظبي د عربي متحده اماراتو د شاوخوا ۴۰۰ میلیارده ډالري اقتصاد دوه پر دریمه برخه جوړوي. [7]