ارامي ژبه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ارامي د سامي ژبو غړې ژبه ده چې له 3,000 کلونو څخه ډېر لرغونتوب لري.
ارامي ژبه د امپراتوریو رسمي ژبه وه او حتی د سمر، اسور او بابل د پادریانو . اصلي ژبه د دانيال او عزرا د آسماني کتابونو لویه برخه او د تلمود کتاب ژبه ده. آرامي د عیسی ژبه ګڼل کیږي او نن ورځ دا د ډېری کوچنیو اقلیتونو مورنۍ ژبه ده. نن ورځ، یو شمېر ټولنې، چې ډېری یې اسوریان دي، په نوې آرامۍ ژبه خبرې کوي. دا ژبه اوس د خطر سره مخامخ ګڼل کیږي. مګر د هغې فرعي څانګې [سرچينه پکارده] ، عربي او عبراني ژبې دي، اوس هم شتون لري.
ارامي د افرو اسيايي ژبو يوه کورنۍ ده او د دې کورنۍ د ډېرو ژبو له جملې څخه د سامي ژبو فرعي څانګه ګڼل کېږي. آرامي د شمال لوېدیزې سامي ژبې ډلې برخه ده، چې د کنعاني ژبې لکه عبراني هم پکې شاملې دي.