الکساندر فلمېنګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سر الکساندر فلمېنګ (د ۱۸۸۱ کال د اګسټ ۶مه - د ۱۹۵۵ ز د مارچ ۱۱مه) سکاټلنډی ډاکتر او مایکروبیولوژېست و، دی تر ډېره په نړۍ کې د لومړۍ اغېزمنې انتي بیوتیکي مادې د کشف له امله چې پنسلین نومېده، مشهور و. په ۱۹۲۸ کال کې د فلمېنګ دغه کشف، چې وروسته د پنيسیلیوم روبنس له مادې څخه د بنزایل پنسیلین (یا پنسلین جي) په نامه ونومول شو، «پر ناروغۍ د برلاسي کېدو لپاره یوازنۍ ستره لاستهراوړنه» بلل کېږي. فلمېنګ د دغه کشف لپاره، په ۱۹۴۵ ز کال کې، له «هاوارډ فلوري» او «ارنسټ بوریس چین» سره یوځای د فزیولوژۍ او طب په برخه کې د نوبل جایزه وګټله.[1][2][3][4][5]
الکساندر فلمېنګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ايميونولوژي |
کار ورکوونکی | لندن پوهنتون |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
سمول |
ده په ۱۹۲۲ کال کې د خپلې پوزې له ترشحاتو څخه د لایزوزوم انزایم کشف کړاو له هغه سره یې، د (Micrococcus Lysodeikticus) په نامه یوه باکتریا هم کشف کړه، چې وروسته یې نوم (Micrococcus luteus) ته بدل کړ.
فلمېنګ ته د ساینسي بریاوو له امله، په ۱۹۴۴ ز کال کې د اتلولۍ شوالیه لقب ورکړل شو. په ۱۹۹۹ ز کال کې ټایم مجلې، نوموړی د شلمې پېړۍ د سلو ډېرو مهمو کسانو په لېست کې راوست. په ۲۰۰۲ ز کال کې، د بي بي سي تلویزیون په نظر پوښتنه کې د سلو لویو بریتانویانو په لېست کې وټاکل شو. په ۲۰۰۹ ز کال کې، د اېس ټي وي لهخوا د نظر پوښتنې پر بنسټ، تر «رابرټ برنز» او «ویلیام والاس» وروسته «درېیم لوی سکاټلنډي» شو.[6]