انډريو ډيکسن وايټ
From Wikipedia, the free encyclopedia
انډریو ډیکسن وایټ (نویمبر ۷، ۱۸۳۲- نویمبر ۴، ۱۹۱۸) یو امریکایي تاریخپوه او ښوونکی و، څوک چې د کارنیل پوهنتون شريک بنسټ اېښودونکی او نږدې دوه لسيزې يې د دې پوهنتون د رئيس په توګه خدمات وړاندې کړل. هغه د کالج د نصاب د دایرې د پراخونکي په توګه پېژندل شوی. د سياستوال په توګه هغه په نيويارک کې د ايالتي سناتور په توګه کار وکړ. پر نورو مسئولیتونو سربیره، ورسته نوموړی المان او روسیه کې د امریکا د ډیپلومات په توګه وټاکل شو. [6]
چټک مالومات انډريو ډيکسن وايټ, د شخص معلومات ...
انډريو ډيکسن وايټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۷ نومبر ۱۸۳۲[1][2][3][4][5] |
مړینه | 4 نومبر 1918 (86 کاله)[1][2][3][4] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
تړل
هغه د شخړې ګڼنه (فرضيه) (دا د علم په تاریخ کې یوه تاريخي کړنلاره ده) له بنسټګرو څخه و، کومه ګڼنه چې وایي ساینس او مذهب په تاریخی توګه له یو بل سره په ټکر کې وو، نوموړي د «په مسيحيت کې د الاهياتو سره د ساينس جګړې تاريخ) په نوم په خپل نږدې اته سوه مخيز کتاب کې د دې فرضيې د ثابتولو هڅه کړې.