اډوارډ میچل بنیسټر
کناډایي-امریکایي انځورګر / From Wikipedia, the free encyclopedia
اډوارډ میچل بنیسټر (د ۱۸۲۸ز کال د نومبر له ۲مې- د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ تر ۹مې) د باربیزون امریکایي ښوونځي د غوړو رنګونو انځورګر و. هغه په کاناډا کې وزېږېد او د خپل منځني عمر کلونه یې د امریکا په نیوانګلنډ کې تېر کړل. هلته له خپلې مېرمنې کریستیانا کارټو بنیسټر سره و، هغه د افریقایي-امریکايي کلتوري او سیاسي ټولنې؛ لکه د بوستون د له منځه وړولو د خوځښت مهمه غړې وه. بنیسټر په ۱۸۷۶ز کال کې د فیلادلفیا په سل کلن نندارتون کې د انځورګرۍ لومړۍ جایزه وګټله، چې وروسته تر دې په رسمیت وپېژندل شو. هغه همدارنګه د پروویډینس د هنري کلپ او د رهوډ ټاپو د ښوونځي طراح بنسټګر غړی و.
اډوارډ میچل بنیسټر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
نسل | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
د کړنې څانګه | انځورکښنه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
د بنیسټر سبک او پاسټورال موضوع د فرانسوي هنرمن ژان فرانسوا میله او د باربیزون فرانسوي ښوونځي پر وړاندې یې د هغه ستاینه منعکسوله. هغه د ټول عمر لپاره یو بېړۍ چلوونکی و او د الهام اخیستو لپاره یې د رهوډ ټاپو ساحل ته هم ور وکتل. بنیسټر هر وخت تجربې کولې او هنري اثارو یې د هغه د ایډیالیسټي فلسفې او پر رنګ او فضا یې د کنټرول ښکارندويي کوله. هغه خپل حرفه یي فعالیت د منظرې د سبک له پراختیا مخکې د یو عکاس او انځورګر په توګه پیل کړ.
وروسته یې په ژوند کې د منظرې د انځورګرۍ سبک له منځه لاړ. د نقاشۍ د خرڅلاو کموالی د دې لامل شو، چې هغه او کریستیانا کارتو په پراوویډنس کې له هیل کالج نه بوستون او بیا په پراوویډنس کې د ویلسون پر سړک خپل کوچني کور ته کډه وکړي. بنیسټر تر مرګ وروسته په ۱۹۰۱ز کال کې د امریکا د هنر په تاریخي نندارتونونو او مطالعاتو کې له پامه وغورځول شو. تر څو چې د افریقا د هنر د ملي موزیم موسسې هغه ته په ۱۹۶۰ز او ۱۹۷۰ لسیزه کې ملي پاملرنه وکړه.