باب هاوک
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ جېمزلي هاوک د AC (د استرالیا ویاړلی نښان چې د غوره خدمتونو او مخکښو لاسته راوړنو په پار استرالیایي ښاریانو ته ورکول کېږي, ژباړن) او GCL (د نوې ګينې د پاپوا فرمان اصلي ویاړلی نښان چې څلور درجې لري، ژباړن) ګټونکی یو استرالیایي سیاستوال چې له ۱۹۸۳ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې يې د استرالیا د ۲۳م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی او د استرالیا د کاریګر ګوند (ALP) مشر و.
باب هاوک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | سیدنی [1] |
تابعیت | آسټراليا |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
هاوک د سویلي استرالیا په بارډرټاون ښار کې زېږېدلی. هغه د لویدیځې استرالیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د روډز د څېړونکي په توګه یې د پوهنتون په اکسفورډ کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ چې په دغه وخت کې يې د یارډ ال (د څښاکو اوږد ګيلاس چې د ۱.۴ لیتره څښاک د څښلو لپاره کارول کېږي، ژباړن) نړیوال ریکارډ په ۱۱ ثانیو کې مات کړ. هاوک په ۱۹۵۶ کال کې د څېړونکي افیسر په توګه د استرالیا د سوداګرۍ ټولنې له شورا (ACTU) سره یوځای شو. هغه د ملي ورځنۍ مزودورۍ د قضیې د سلا د مسؤل په توګه راپورته شو، په ۱۹۶۹ کال کې د ACTU رییس وټاکل شو چې هلته یې د خلکو تر منځ لوړ شهرت ترلاسه کړ. په ۱۹۷۳ کال کې د کاریګر ګوند د رییس په توګه منصوب شو.[2][3]
هاوک په ۱۹۸۰ کال کې د ACTU او کاریګر ګوند د رییس په توګه له خپل موقف څخه ګوښه شو تر څو پارلماني ټاکنو د ننه کېدو لپاره خپله اراده اعلان کړي او وروسته بیا د ۱۹۸۰ کال په فېدرال ټاکنو کې د استرالیا د پارلمان غړی (MP) وټاکل شو. درې کاله وروسته له هېڅ کوم مخالفت پرته د بېل هایډون پرځای د استرالیا د کاریګر ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او یوازې د پنځه اونیو په بهیر کې يې د ۱۹۸۳ کال په ټاکنو کې د کاریګر ګوند غوڅې بریا ته ورساوه او د لومړي وزیر په توګه یې لوړه وکړه. هغه کاریګر ګوند درې ځله نور د ۱۹۸۴، ۱۹۸۷ او ۱۹۹۰ کال په ټاکنو کې له بریالیو پایلو سره بریا ته ورساوه چې نوموړی یې د کاریګر ګوند په تاریخ کې په ترټولو بریالي لومړي وزیر بدل کړ.
د هاوک دولت د پام وړ سمونونه رامنځته کړل چې له ډلې ېي لوی اقتصادي سمونونه، د لنډ کېير (یو ټولنیز غیر انتفاعي سازمان چې سیمهییزې رضاکارې ډلې د طبعي چاپېریال په جوړولو کې برخه اخلي، ژباړن) رامنځته کول د مېډیکیېر د نړوالې روغتیایي پاملرنې د طرحې معرفي کول د معاملاتو د قیمتونو او عایداتو تړون دAPEC (د اسیا - پاسافیک اقتصادي همکاري، ژباړن) رامنځته کول د استرالیایي ډالر معتبرول، له مالې برخې څخه د مقرراتو لرې کول، له کورنیو سره د مرستې طرحه په ۱۹۸۴ کال کې په کار ځای کې له توپیریز چلند څخه د مخنیوي په موخه د جنسیت پر بنسټ د توپیریز چلند قانون تصویبول، د استرالیا د ملي سرود په توګه اډوانس استرالیا فېير اعلانول، د تقاعد او زړبوډۍ د معاش طرحې جوړول، په سویلي قطب کې د معدنونو له ستخراج څخه مخنیوی او د استرالیا د ۱۹۸۶ کال د قانون پر تصویب څار یادولی شو چې په استرالیا کې یې د بریتانیا ټول پاتې صلاحیتونه له منځه یوړل.[4]
هاوک د ۱۹۹۱ کال په جون کې د استرالیا د خزانه دار پاول کېټېنګ له خوا د مشرتابه له ننګونې سره مخ شو خو هاوک واک خوندي کړای شوی؛ په هر حال کېټينګ ۶ میاشتې وروسته دویمه ننګونه مطرح کړه او په لږ توپیر سره بریالی شو او د لومړي وزیر په توګه د هاوک ځای ناستی شو. ورپسې هاوک له پارلمان څخه تقاعد شو، دواړه سوداګریز کار او یو شمېر خیریه موخې يې وڅارلې تر هغه چې په ۲۰۱۹ کال کې په ۸۹ کلنۍ ومړ. هاوک همدارنګه له خپل ګوند څخه د لومړني، لومړي وزیر او تر رابرټ منزېس او جان هاورډ وروسته د استرالیا درېیم لومړی وزیر دی چې د اوږد مهال خدمت کوونکي لومړي وزیر په توګه پاتې شوی دی. هغه همدارنګه لومړنی لومړی وزیر دی چې په سویلي استرالیا کې زیږېدلی او یوازینی وزیر چې په لویدیځه استرالیا کې رالوی شوی او زده کړې يې کړې. هاوک د استرالیا د لومړیو وزیرانو د تاییدۍ په درجه بندۍ کې په تر ټولو لوړه درجه کې دی چې په ۱۹۸۴ کال کې يې ۷۵ سلنه تاییدي ترلاسه کړې وه. تاریخ پوهانو د هاوک د دولت له خوا رامنځته شوي سمونونه ستایلي او د هغه دولت تر ډېره د استرالیا د اقتصاد د مدرن کولو له امله د امتیاز خاوند دی. هاوک د استرالیا د لومړیو وزیرانو د درجه بندۍ په لومړي سر کې ځای لري.[5][6][7][8][9][10][11][12]