![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9a/Flag_of_Bulgaria.svg/langps-640px-Flag_of_Bulgaria.svg.png&w=640&q=50)
بلغاریا
From Wikipedia, the free encyclopedia
بلغاريا چې رسمي نوم یې د بلغاريا جمهوريت دی، په سويل ختيځه اروپا کې پروت هېوا دی. د بالکان ټوله ختيځه برخه دې هېواد نېولې، شمال ته يې رومانيا، لويديځ ته يې صربستان او شمالي مقدونيا، سويل ته يې يونان او ترکيه او ختيځ ته يې تور سمندر پراته دي. د بلغاريا مساحت ۱۱۰.۹۹۴ کيلو متر مربع (۴۲،۸۵۵ ميل مربع) دی، په اروپا کې شپاړسم ستر هېواد دی. پلازمېنه او ستر ښار يې صوفيا دی، پلوديو، وارنا او بورګاس يې نور ستر ښارونه دي.
بلغاریا | |
---|---|
![]() |
![]() |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 42.75°شمال 25.5°ختيځ / 42.75; 25.5 ![]() |
کښتنۍ سيمه | تور سمندر (0 متر ) ![]() |
پراخوالی | 110993.6 کیلومتره مربع [2] ![]() |
پلازمېنه | صوفیه |
رسمي ژبې | بلغاريايي ژبه [3] ![]() |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۳ جولای ۱۸۷۸ ![]() |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ![]() |
بې کارۍ کچه | 4.1 سلنه (۲۰۱۹)[4] ![]() |
نورې عددونه او شمېرې | |
بیړنۍ ټليفون شمېره |
|
ملي نښان | زمری [5] ![]() |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [6] ![]() |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
د هيواد کوډ | BG ![]() |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +359 ![]() |
![]() | |
د اوسنۍ بلغاريا په ځمکه له لومړيو ټولنو څخه مېشت يو يې د نوي ډبرين پير «کارانوو» کلتور و چې تاریخ يې له زېږد مخکې ۶،۵۰۰ کال ته رسېږي. له زېږد مخکې په شپږمه او درېيمه پېړۍ کې، دا سيمه د لرغونو تراسيايانو، پارسيانو، سلتيانو او لرغونو مقدنيايانو د جګړې ډګر و؛ دا سيمه هغه مهال ارامه شوه کله چې له زېږد وروسته په ۴۵ کال کې رومي سترواکۍ دا سيمه ونيوله. کله چې رومي دولت ووېشل شو، په دې سیمه کې د قبيلو بريدونه بيا پيل شول. د شپږمې پېړۍ په شا اوخوا کې، په دې سيمه کې لومړي سلاويان مېشت وو. بلغاريايان چې د اسپاروح له خوا رهبري کېدل د (زړې سترې) بلغاريې له ځمکو څخه بريد وکړ او د اومې پېړۍ په وروستيو کې يې د تل لپاره بالکان ونيو. دوی د (دانوبي) بلغاريا بنسټ کېښود، د ختيځې رومي سترواکۍ له خوا له زېږد وورسته د ۶۱۸ کال د تړون په مټ په برياليتوب سره په رسمېت وپېژندل شوه. دې هېواد د بالکان په ډېرو برخو تسلط وموند او سيريليک خط ته په ودې ورکولو سره يې په اسلاوي کلتورونو د پام وړ اغېز پيدا کړ. لومړۍ بلغاريايي سترواکۍ د يوولسمې پېړۍ تر لومړيو پورې وپايېده، تر هغه وخته چې بيزانسي سترواک باسيل دوم دا هېواد ونيو او سترواکي يې ړنګه کړه. په ۱۱۸۵ز کال کې د یو بريالي بلغاريايي پاڅون څخه وروسته دويمه بلغاريايي سترواکي رامنځ ته شوه، کومه سترواکي چې د ايوان اسن دويم (۱۲-۱۸-۱۲۴۱) په واکمنۍ کې خپل اوج ته ورسېده. له ګڼو سختو جګړو او د اشرافو تر منځ د کشمکش څخه وروسته، دا سترواکي په ۱۳۹۶ز کال کې وپاشل شوه او د نږدې پنځو پېړيو لپاره تر عثماني واک لاندې ولاړه.
په ۱۸۷۷-۷۸ کلونو کې د روسانو او ترکانو جګړه د دې لامل وګرځېده چې د اوسنۍ بلغاريا دولت رامنځ ته شي. ډيری قومي بلغاريايان د دې هېواد له پولو بهر پاتې شول، دا چاره د غېر طبيعي احساساتو لامل وګرځېده، له ګاونډيو سره يې ګڼې جګړې رامنځ ته شوې او په دواړو نړيوالو جګړو کې يې له المان سره اتحاد وکړ. په ۱۹۴۶ز کال کې، بلغاريا د شوروي په مشرۍ د ختيځ بلاک لاندې شوه او يو سوسيال دولت وګرځېد. د ۱۹۸۹ز کال له انقلابونو وروسته کمونستي واکمن ګوند پر دې هېواد له خپلې واکمنۍ لاس پورته کړ او ګڼ ګونديزو ټاکنو ته يې اجازه ورکړه. له دې وروسته په ديموکراسۍ او د بازار پر بنسټ اقتصاد بدل شو. په ۱۹۹۱ز کال کې د يو ديموکراتيک اساسي قانون له خپلولو راهيسې، د بلغاريې نظام يو اتحادي پارلماني جمهوريت او له اته ويشتو ولايتونو څخه جوړ دی چې په سياسي، اداري او اقتصادي برخه کې په لوړه کچه متمرکز دی.
بلغاريا تر ودې لاندې هېواد دی، له منځنۍ کچې د لوړ عايد اقتصاد لري، د بشري ودې اندازې (شاخص) په برخه کې شپږپنځوسمه درجه دی. د دې هېواد د بازار اقتصاد د اروپا د يو بازار برخه ده او تر ډېره بريده په خدماتو، له هغې وروسته په صنعت –په ځانګړي ډول د ماشينونو په جوړولو او کانونو کې – او کرنې ولاړ دی. پراخه فساد د دې هېواد تر ټولو ستره ټولنيزه اقتصادي ستونزه ده، په ۲۰۱۸ز کال کې بلغاريا د اروپا په کچه تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی و. دا هېواد همدا راز د نفوس له بحران سره هم مخ دی، په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ز کال راهيسې يې هر کال نفوس کمېږي، اوس يې د وګړو شمېر نږدې اوه ميليونه دی، په داسې حال کې چې په ۱۹۸۸ز کال کې د نږدې نهه ميلیونه څخه ښکته دی. بلغاريا د ارويايي ټولنې او اروپايي شورا غړی دی؛ همدا راز د OSCE جوړونکی غړی دی، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کې يې درې ځلې يوه څوکۍ تر لاسه کړې ده.[7]