From Wikipedia, the free encyclopedia
بډمنټن په انگرېزي کې (Badminton) د دوه يا څلورکسيزه ډلو لوبه ده ، چې په يوه مستطيل ډوله هواره ځمکه چې ترمنځ ېې جالۍ لگېدلي وي باندې ترسره کېږي . د هغه ساده بڼه له سلگونو کلونو
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
د دوه کسيزې لوبې د غالي يا ميدان اوږدوالی ۱۳،۴۰ متره او عرض يا په بر کچه ۵،۱۸ متره وي . د جال اوږدوالی ېې ۶،۱۰ متره او عرض ېې ۷۵ سانتي متره وي ، چې لوړوالی ېې ۱،۵۰ مترو ته رسېږي . د څلورکسيزه لوبې د غالي اوږدوالی لکه د دوه کسيزو هغه پشان وي ، خو عرض ېې ۶،۱۰ متره وي . په افغانستان کې بډمنټن له ډېر پخوا څخه دود دی ، خو په ۱۳۶۳ ل. (۱۹۸۵م.ز) کې ېې ملي فدراسيون جوړ شو .
د بډمنټن لوبې په رېکټ او بڼکتوپ ( شټل کاک) سره کېږي ، چې رېکټ ېې د لوبې د توپ دځانگړې ډنډې نوم دی او توپ ېې هم بڼکتوپ نومولی شو ځکه له بڼکو څخه جوړېږي .
==== د بډمنټن رېکټ ==== : د بډمنټن رکېټ لاستی ۸،۶ ــ ۹،۲ سانتي مترو پورې اوږدوالی لري او غاړه ېې چې دايره وي بڼه لري له گرافيټ يا المونيم څخه جوړېږي . همدا رنگه د غاړې منځ ېې په جال سره بندېږي چې دغه جال له عادي کولمو څخه پنځول شوی .
==== د بډمنټن بڼکتوپ ==== : دغه له طبعي توکو او هم له مصنوعي (سېنتېټک ) توکو څخه جوړېږي . بڼکتوپ له ۱۶ بڼکو څخه جوړېږي چې اوږدوالی ېې ۶۲ ــ ۷۰ ميلي مترو پورې وي .
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.