تبت
From Wikipedia, the free encyclopedia
تبت (Tibet) (چینایي ژبه: 西藏) په ختيځه اسيا کې يوه سيمه ده چې د تبتي لوړو سيمو زياته برخه، چې نږدې ۲۵۰۰۰۰۰ کيلو متره (۹۷۰۰۰۰ ميل مربع) کېږي، يې پوښلې ده. دا د تبتي خلکو دوديزه سيمه ده، ځينې نور قومونه هم دلته ژوند کوي، لکه: مونپا، تامانګ، کيانګ، شرپ او لوبا. اوس مهال په کې ځينې چينايي هان او هوی توکمونه هم ژوند کوي. تبت د ځمکې پر مخ تر ټولو لوړه سيمه ده، منځنی لوړوالی يې ۴۳۸۰ متره (۱۴۰۰۰ فوټه) دی. تبت چې په هماليه کې موقعيت لري ،تر ټولو لوړ غر يې د ايورسټ څوکه ده، دا د نړۍ تر ټولو لوړغر دی چې د سمندر له سطحې نه ۸۸۴۸.۸۶ متره (۲۹۰۳۲ فوټه) لوړوالی لري. [1][2][3]
د تبت انځور | |
هيواد | چين د خلکو جمهوريت |
---|---|
کورډېناټونه: 29.65°شمال 91.1°ختيځ / 29.65; 91.1 | |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | 2500000 کیلومتره مربع |
لوړوالي | 4380 متر |
نفوس | |
ټول نفوس | 3002166 (سرشمېرنه ) (۲۰۱۰) |
جیو کوډ | 8449601 |
سمول |
د تبت سترواکي په اوومه پېړۍ کې جوړه شوې ده. په نهمه پېړۍ کې خپل اوج ته رسېدلې، په دې مهال د تبت سترواکي د تبت له لوړو سيمو نه اوښتې وه، د مرکزي آسيا د تاريم له حوزې نه په لويديځ کې تر پامير پورې او په سويل ختيځ کې تر يونان او بنګار پورې غځېدلې وه، خو کله چې د دې سترواکۍ د وېش لړۍ پېل شوه، دا سترواکي په څو سيمو ووېشل شوه. د لويديځ او مرکزي تبت (Ü-Tsang) ډېره برخه لږ تر لږه تش په نامه د يو لړ تبتي دولتونو تر مشرۍ لاندې په لهسا شيګاتسه او يا د دې په شا او خوا سيمو کې سره متحد شوه. د خام او امدو ختيځو سيمو، تر ډېره بريده لرغونی سياسي نامتمرکز جوړښت وساته، چې د يو شمېر کوچنيو شاهزاده ګانو او قبيلو تر منځ وېشل کېدل، په داسې حال کې چې ډېری يې نېغ په نېغه د چين تر واکمنۍ لاندې وو او په پايله کې د دې سيمو ډېره برخه د چين د سيچوان او چينګهای سره ونښلول شوې. د تبت اوسنۍ پولې تر ډېره حده په اتلسمه پېړۍ کې جوړې شوې دي. [4]
په ۱۹۱۲ز کال کې د چینګ د سلسلې واکمنۍ پر وړاندې د شينهای تر انقلاب وروسته، د چينګ سرتيري بې وسلې کړای شول او د تبت (Ü-Tsang) له سيمې و ايستل شول. دې سيمې بې له دې چې د چين د جمهوري دولت له خوا په رسمېت وپېژندل شي، په ۱۹۱۳ز کال کې خپلواکي اعلان کړه. وروسته لهاسا د چين د شيګنډ ولايت د لويديځې برخې واک په لاس کې واخيست. دې سيمې تر ۱۹۵۱ز کال پورې خپله خپلواکي وساتله، تر دې چې د چامدو په نښته کې تبت اشغال او د چين د خلکو جمهوريت سره الحاق شو، په ۱۹۵۹ز کال کې له يوه ناکام پاڅون وروسته د تبت پخوانی حکومت منحل کړای شو. نن ورځ چين د خپلواکې سيمې په توګه په لويديځ او مرکزي تبت واکمني کوي، په داسې حال کې چې ختيځې سيمې د سيچوان، چينګهای او نورو ګاونډيو ايالتونو اړوندې خپلواکې سيمې دي. د تبت د سياسي حيثيت او له هېواده بهر فعالو مرورو ډلو تر منځ کړکېچ شته. د معلوماتو پر بنسټ، په تبت کې فعالين نيول شوي او ځورول شوي دي.[5][6][7][8][9]
که څه هم په وروستيو لسيزو کې ګرځندویي په تبت کې په يوه صنعت بدله شوې ده، بيا هم د تبت اقتصاد پر کرنه ولاړ دی، په تبت کې واکمن دين تبتي بودايي دین دی، د تبت په نورو دينونو کې Bön شامل دی چې بودايي ته ورته يو لرغونی دین دی، تبتي مسلمانان او د مسيحيانو لږه کي هم لري. تبتي بودايي دين پر هنر، موسيقۍ او د سيمې پر موسمي مېلو تر ټولو زيات اغېز لري. په تبتي ودانيو کې د چين او هندوستان اغېزې ښکاري، د تبت اصلي خوراکونه وريتې وربشې، د غويي غوښه او د کوچو چای دی.[10]