تور رنګه خلک
From Wikipedia, the free encyclopedia
تور د انسانو يوه توکميزه شوې ډلبندي ده، عموماً پر سياسي او د پوستکي رنګ ته په کتنې د منځنۍ کچې او زيات تور رنګ څېرې لرونکو ځانګړو خلکو ټولګه ده. ټول هغه خلک چې تور پوستکی لري تورپوستي نه بلل کېږي؛ په ځينو هېوادونو کې، ډېر ځله په لوېديځه نړۍ کې د توکميزې ډلبندۍ په ټولنيز بنسټ ولاړو نظامونو کې، د تور اصطلاح د هغو خلکو د ښودلو لپاره کارول کېږی، څوک چې د نورو خلکو په پرتله د تور پوستکي لرونکي بلل کېږي. عموماً د هغو خلکو لپاره کارول کېږي چې د نيمه سهارا-افريقايي نسل څخه او د اقيانوس اصلي اوسېدونکي وي، خو د نورو ډلو لپاره په بيلا بيلو معناوو کارول شوې اصطلاح ده او هېڅ ډول نژدې نسبي اړيکې ته اشاره نه کوي. له لوېديځو کلتوري اغېزو څخه د باندې اصلي افريقايي ټولنې د نسلي پېژندګلوۍ په توګه د تور اصطلاح نه استعمالوي. د تور «black» اصطلاح په انګريزي ژبه کې د لومړي توري په غټ او واړه دواړو لېکل کېږي. د « AP Stylebook» (د امريکايي رسنۍ Associated Press د لیکدود کتاب دی) خپل لارښود کې د «black» اصطلاح لومړی انګليسي توری (B) په غټو تورو ته په ۲۰۲۰ز کال کې بدل کړ. «ASA Style Guide» (امريکايي اداره ده) بيا وايي چې (B) توری بايد کوچنی يعنې د (b) په بڼه وليکل شي.[1][2][3]
بېلا بېلې ټولنې په دې اړوند چې څوک «تور» ډلبندي کړي، ډول ډول معيارونه عملي کوي او همدا ټولنيز بدلونونه د وخت په تېرېدو سره بدل شوي دي. په يو شمېر هېوادونو کې، ټولنيز متغيیرات په دې ډلبنديو دومره اغېز پرېباسي، څومره چې د پوستکي رنګ او په همدې بنسټ د «توروالي» لپاره ټولنيز معيار هم بدل وي. په انګلستان کې، «تور» په تاریخي ډول له «رنګه کس» سره برابر و، کوم چې د غیر اروپايي خلکو لپاره يوه عامه اصطلاح وه. د «استراليا اسيا» په څېر په نورو سيمو کې، اوسېدونکو د «تور» اصطلاح استعمال کړې، يا دا د هغو سيمه يیزو خلکو لپاره کارول شوې، کوم چې جلا تاريخونه يا نسلي شاليدونه لري.
ځينې خلک «تور» يوه سپکونکې، زړه، کمونکې، يا په بله معنا بې استازي نښې په توګه ګڼي او د همدې په پايله کې يې نه دا اصطلاح کاروي او نه يې تعريفوي، په ځانګړي ډول په افريقايي هېوادونو کې، چېرته چې د استعماري توکميز ګوښه والي تاريخ ډېر کم دی.[4]