جان نیوټن
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان نیوټن ( /ˈnjuːtən/؛ ۴ د اګست ۱۷۲۵ - ۲۱ ډسمبر ۱۸۰۷) د انګلیسي کلیسا عالم یا ملا، د غلامانو د کښتیو کپتان و چې وروسته د غلامانو د سوداګرۍ په برخه کې پانګه اچوونکی خو وروسته یې د لغو کولو غوښتونکی شو. هغه له جبري استخدامه وروسته د یوې مودې لپاره په شاهي سمندري ځواک کې د کښتۍ چلوونکي په توګه دنده ترسره کړه.
جان نیوټن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | لندن |
مړینه | لندن |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې[1][2] | |
سمول |
نیوټن په ځوانۍ کې سمندر ته لاړ او څو کاله یې د غلامانو په سوداګرۍ کې او د غلامانو په کښتیو کې کار وکړ. په ۱۷۴۵ کې، هغه پخپله د شهزادګۍ پیي چې د شیربرو د خلکو له قوم څخه وه غلام شو. هغه وژغورل شو، سمندر او سوداګرۍ ته راستون شو، او د غلامانو د څو کښتیو کپتان شو. د فعالې سمندري کښتۍ چلوونې له تقاعده وروسته، هغه د غلامانو په سوداګرۍ کې پانګونې ته دوام ورکړ. د عیسویت دین تر تجربه کولو څو کاله وروسته، نیوټن سوداګرۍ پریښوده او د لغوکولو یو مهم ملاتړی شو. اوس چې هغه یو انجیلي ده، هغه د انګلستان د کلیسا د یو روحاني کس په توګه ګمارل شوی او د دوو لسیزو لپاره په اولني، بکینګهمشایر کې د سیمې د کشیش په توګه دنده ترسره کړې. هغه مذهبي سندرې هم لیکلي، چې له هغې ډلې «حیرانوونکی فضل» دی.
د نیوټن له مړینې یوازې څو میاشتې مخکې په ۱۸۰۷ کې د بریټانوي سترواکۍ له خوا د افریقایي غلامانو سوداګرۍ له منځه یوړل شوه؛ دا هغه څه وو چې نیوټن یې ارمان کاوه او هغه په خپل ژوندیني دا ولیده.