جان کبېل برېکنرېج
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان کبېل برېکنرېج (د ۱۸۲۱ ز کال، د جنوري له ۱۶مې - د ۱۸۷۵ ز کال د مې تر ۱۷مې) یو امریکایی حقوق پوه، سیاستوال او سرتیری و. هغه د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د کېنتکي په استازیتوب خدمت وکړ او د متحده ایالاتو څوارلسم او ترټولو ځوان مرستیال ولسمشر دی، چې له ۱۸۵۷نه تر ۱۸۶۱ز پورې یې خدمت و کړ او په ۳۶ کلنۍ کې یې دا چوکۍ ترلاسه کړه. نوموړی د دیموکراتیک ګوند غړی و او د امریکا د کورنۍ جګړې د پیل په ترڅ کې یې د متحده ایالاتو په سنا کې دنده پر مخ وړله. نوموړی د همتړونه پوځ سره د یوځای کېدو وروسته له سنا وشړل شو او په ۱۸۶۵ ز کال کې د همټړونه ډلې د جګړې وزیر وټاکل شو.
جان کبېل برېکنرېج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۶ جنوري ۱۸۲۱[1][2][3][4] |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه ، د مکسیکو او امریکا جګړه |
لاسليک | |
سمول |
برېکنرېج د کېنتکي لیکسینګټن سیمې ته نږدې په یوه نامتو کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي د مکسیکو – امریکا په جګړه کې له ملکي خدمت وروسته، د کېنتکي د استازو مجلس ته د ډیموکرات ګوند په استازیتوب په ۱۸۴۹ ز کال کې وټاکل شو، چې هغه په دې ځای کې نوموړي د غلامۍ په برخه کې د لاسوهنې پروړاندې د ایالتي حقوقو د ملاتړي دریځ غوره کړ. هغه چې په ۱۸۵۱ ز کال کې د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته لاره وموندله او د کانزاس – نبراسکا د قانون په ملاتړ کې د سټیفن ډاګلاس سره یوځای شو. کله چې په ۱۸۵۴ ز کال کې د واک له وېش نه وروسته د هغه بیا ټاکل ناشونی شو، نوموړی بلې دورې ته له سیالۍ شا ته شو. هغه د ۱۸۵۶ ز کال دیموکرات په ملي کنوانسیون کې د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته نوماند شو، چې د جېمز بوکانان په مشرۍ ټیکټ کې توازن را منځ ته کړي. دیموکراتانو ټاکنې وګټې، خو برېکنرېج له بوکانان سره لږ اغېز درلود او د سنا د ریاست په چوکۍ کې یې نه شو کولای ،خپل نظریات په بحثونو کې څرګند کړي. هغه د کنزاس لپاره د لیکومپتان د اساسي قانون په ملاتړ کې، چې په ډیموکراتیک ګوند کې د وېش لامل شو، د بوکانان سره یوځای شو. نوموړي په ۱۸۵۹ز کال کې د سناتور جان جې کریټینډن ځای ناستی وټاکل شو، چې په ۱۸۶۱ ز کال کې د هغه چوکۍ ډکه کړي.
وروسته له هغه چې د ۱۸۶۰ ز کال له دیموکرات ملي کنوانسیون نه سویلي دیموکراتان ووتل، په بالتیمور کې د ګوند شمالي او سویلي ډلو سیال کنوانسیونونه په لاره واچول چې په ترتیب سره یې ډاګلاس او برېکنرېج ولسمشرۍ ته نوماند کړل. د اساسي قانون ملاتړي اتحادیې ګوند چې درېیم ګوند و، جان بیل نوماند کړ. نوموړو درېیو کسانو د سویل رایې په داسې حال کې ووېشلې، چې د غلامۍ ضد جمهوري غوښتونکي نوماند ابراهام لینکن په شمال کې د درېیو ټاکنیزو رایو پرته ټولې رایې وګټلې، چې پر مټ یې هغه ټاکنې خپلې کړې. برېکنرېج سویلي ایالتونه ډېری وګټل او په سنا کې د خپلې چوکۍ په لاسته راوړو سره هغه د اتحادیې د ساتلو لپاره د جوړجاړي غوښتنه وکړه. اتحادیې د مقننه قوې کنټرول په لاس کې درلود او هغه وخت یې ډېر ملاتړ ترلاسه کړ، چې همتړونه ځواکونه کېنتکي ته ننوتل.
د برېکنرېج د همتړونه ځواکونو د لیکو شاته وتښتید او برید جنرال وټاکل شو. ورپسې د سنا له مجلس نه وشړل شو. نوموړي د ۱۸۶۲ ز کال د شیلو له جګړې وروسته د تورن جنرال رتبې ته ترفیع وکړه. د همدې کال د اکتوبر په میاشت کې، هغه د بریکسټن برېګ تر مشرۍ لاندې د مسیسیپي په پوځ کې په دنده وګومارل شو. کله چې برګ تور ولګاوه چې په سټونز سیند او مشنري ریج کې ماتې د برېکنرېج د نشې له امله وه او کله چې برېکنرېج د برګ پر وړاندې نیوکو کې د نورو لوړ پوړو افسرانو سره یوځای شو، هغه د الګیني سیند د غاړو ډیپارټمنت ته تبدیل شو چې په هغه ځای کې نوموړي د نیو مارکېټ په جګړه کې خپل ترټولو ارزښتناکه بریالیتوب ترلاسه کړ. کله چې برېکنرېج د شینادوا درې په خوځښتونو کې د جوبل اېرلې سره یوځای شو، هغه په ټینیسي او ویرجینیا کې د اکمالاتو په ساتنه وګومارل شوی. د همتړونه ډلې ولسمشرجیفرسن ډاوېس په د ۱۸۶۵ ز کال په فبروري کې ،هغه د جګړې وزیر وټاکه. کله چې نوموړي د جګړې پایله نا هیلې کوونکې وښوده، له ډاوېس نه یې وغوښتل چې د ملي تسلیمۍ پرېکړه وکړي. برېکنرېج د ریچمنډ له سقوط وروسته، د همتړونو د اسنادو له ساتنې ډاډ ورکړ. له هغه وروسته له هېواده وتښتېد او تر دری کلونو ډېر په بهر کې پاتې شو. کله چې په ۱۸۶۸ ز کال کې ولسمشر انډریو جانسن ټولو پخوانیو همتړونو ته عمومي بښنه پراخه کړه، برېکنرېج بېرته کېنتکي ته راستون شو او د خپل سیاسي ژوند د بیا پیل پر وړاندې يې له ټولو هڅو سره مقاومت وکړ. د جګړې ټپونو، د هغه روغتیايې حالت اغېزمن کړی و او په ۱۸۷۵ ز کال کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. که څه هم په کېنتکي کې یې پلویان ډېر وو، خو په شمال کې د ډېری وګړو له خوا د خاین په توګه غندل شوی دی.