ځکه چه دا ژبه په افغانستان کي ډير کم ويونکي لري. نو ځکه دویمه رسمی ژبه ټاکل شوي. From Wikipedia, the free encyclopedia
دري يا پارسي دري، يوه سياسي اصطلاح ده چې په افغانستان کې د پارسي ژبې ويل کېدونکو ګڼو لهجو ته کارول کېږي. دري يوه اصطلاح ده چې له ۱۹۶۴ز کال راهيسې د افغانستان د حکومت له خوا د پارسي ژبې لپاره په رسمېت پېژندل شوې او رامنځ ته شوې ده، په همدې بنسټ په ډېريو لويديځو سرچينو کې دې ژبې ته افغان-پارسي يا ختيځه پاررسي ويل کېږي. لکه چې پروفيسر نيل ګرين وايي چې: د افغانستان دولت د روايت د جوړولو په موخه «په دري ژبه د افغان فارسي د بدلون محرک تر ډېره بريده ملتپاله و، نه ژبنی». په افغانستان کې فارسي ژبي فارسي، خو پښتانه توکمونه ورته فارسي وايي. له يو څو بنسټيزو ويیونو پرته په افغانستان کې د رسمي فارسي په ليکنو کې ډېر کم توپيرونه ليدل کېږي. دري اصطلاح په خاص ډول په رسمي توګه د هغې فارسي لپاره کارول کېږي چې په افغانستان کې پرې خبرې کېږي، خو دا يوازې د رسمي خبرو تر سجلونو پورې محدوده ده. د افغانستان فارسي ژبې په دې باور دي چې د «دري» اصطلاح د واکمنو پښتنو توکميزو ډلو له خوا پر دوی په دې هڅه کې تپل شوې ده چې افغانستان له نورې فارسي ژبې نړۍ سره د کلتوري، ژبني او تاریخي اړيکو نه لرې کړي، چې په دې فارسي ژبې نړۍ کې ايران، تاجیکستان او د اوزبیکستان ځينې برخې شاملې دي. [6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16]
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر |
۹٬۶۰۰٬۰۰۰[3] (۲۰۱۱) |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
لکه چې د افغانستان په اساسي قانون کې تعريف شوې ده چې، دري د افغانستان له دوو رسمي ژبو يوه ده، بله رسمي ژبه پښتو ده. درې په افغانستان کې د ډېرو خلکو مورنۍ ژبه ده چې په اټکلي توګه د ټول نفوس له څلوېښتو نه تر پنځه څلوېښت سلنه پورې دي. دري د دې هېواد شريکه ژبه بلل کېږي او نږدې اته اويا سلنه وګړي پرې پوهېږي.[17][18][19][20][21][22][23]
د نوي ملتپالنې له راڅرګندېدو پېړۍ پېړۍ مخکې، دري ژبه د نورو ژبو د ويونکو، لکه پښتنو او مغولو په منځ کې هم د ادبي او اداري ژبې په توګه غوره بلله کېده. د ايراني فارسي او تاجیکي فارسي په څېر، دري-فارسي هم د منځنۍ فارسي دوام دی، دا د ساساني سترواکۍ (له زېږد وروسته ۲۲۴-۶۵۱) رسمي مذهبي او ادبي ژبه وه او خپله د لرغونې فارسي دوام و، همدا راز د هخامنشيانو ژبه وه (له زېږد مخکې ۵۵۰-۳۳۰). په تاريخي آثارو کې دري هغې منځنۍ فارسي ته ويل کېږي چې د ساسانيانو د دربار ژبه وه.[24][25][26]
دري هغه نوم دی چې له لسمې پېړۍ راهيسې نوې فارسي ژبې ته ورکول شوی دی چې په عربي (الاستخري، مقدسي او ابن حوقل وګورئ) او فارسي متنونو کې ډېره کارول کېږي. [27]
له ۱۹۶۴ز کال راهيسې په افغانستان کې د ويل کېدونکې فارسي ژبې لپاره دا نوم رسمي دی. په افغانستان کې، دري د فارسي د نوې لهجې بڼې ته ويل کيږې چې په ادارو، حکومت، راډيو، تلويزيون او چاپي رسنيو کې کارېدونکې معياري ژبه ده. دا چې په درې ژبه خبرې کوونکي زيات دي، څوک چې دې ژبې ته فارسي وايي، په ځینو لويديځو سرچينو کې دا ژبه همدا راز د «افغان فارسي» په نوم یادېږي. [28][29]
د دري ټکي د اصليت په اړه بېلا بېل نظرونه شته. ډېری پوهان په دې باور دي چې دري ټکی ،د فارسي «در» يا «دربار» ويي ته اشاره ده، ځکه چې دا د ساسانيانو رسمي ژبه وه. د دري اصلي معنا په يوه خبرتيا کې راغلی دي چې ابن المقفی ته منسوب دی (د ابن النديم د الفهرست په حواله). د هغه په باور «فارسي هغه ژبه وه چې کاهنانو، علماوو او د دوی په څېر خلکو پرې خبرې کولې، دا د فارس ژبه ده». دا ژبه منځنۍ فارسي ته ورګرځي. د دري په اړه هغه وايي: «دا د مدائن د ښارونو ژبه ده، د پاچا درباريان پرې خبرې کوي. هغه په دربار کې له شتون سره تړلي دي. د خراسانيانو او د ختيځ د اوسېدونکو د ژبو تر منځ، د بلخ د خلکو ژبه زياته واکمنه ده».[30]
په افغانستان کې دود دري ژبه بايد د ايران د دري يا ګبري ژبې سره تېروتنه نه شي، په ايران کې ويل کېدونکې ژبه د ځينو مرکزي ايراني کوچنيو ډلو ده چې په ځينو زردشتي ټولنو کې پرې خبرې کېږي.[31][32]
مخکي تردې چي دپارسی تاریخ ووایو لمړی باید یادونه وکړو چي فارسی لفظ کوم چي په اصل کي پارسی اودهغه ترمخه پارتی وو دهغي ژبي لپاره کارول کېدی چي په بلخ او آموسیند کي زرګونه کلونه مخکي رامنځ ته سوه او له دې څخه داهم روښانه سوې ده چي دپارسی ژبي اصلي مسکن اودمنځ ته راتګ ځای افغانستان دی چي وروسته ایران اونورو هیوادونو هم دعوه ورباندي وکړه خوله تاریخي پلوه یې کوم ایرانی ثبوت نه لیدل کیږي . داچي تراسلامي فتوحاتو وروسته عرب له دغه ژبی سره اشنا نه وه اوددې ترڅنګ ددوی په ژبه کي د(پ) لفظ هم نسته نوځکه یې دې ژبي ته فارسی ویل اوهمدغه ترننه پوري رواج لري .
دري له منځنۍ فارسي نه اخستل شوې چې د ساساني سترواکۍ پر مهال پرې خبرې کېدې. په عمومی توګه ايراني ژبې له درې پړاوونو نه پېژندل شوي دي، د زړې، منځنۍ او نوې (موډرن) پړاوونو په نوم پېژندل کېږي. دا بيا د ايران په تاريخ کې تر درې پيرونو پورې اړه لري، زوړ پير يې د هخامنشيانو (له زېږد مخکې ۳۰۰) له پړاو نه مخکې پر مهال او له دوی نه وروسته يو پړاو رانغاړي، منځنی پير يې له دې نه وروسته پړاو دی چې د ساسانيانو او له دوی نه د وروسته پړاو يوه برخه ده او نوی پير يې له دې وروسته تر نن ورځې بړاو دی.[33][34][35]
که څه هم فکر کېږي چې په اروپا کې لومړی تن چې دري ته يې د دري اصطلاح وکاروله تاماس هايډی و چې په اکسفرډ کې يې يادونه کړې، نوموړي دا ټکی په خپل مخکښ اثر « Historia religionis veterum Persarum» (۱۷۰۰) کې ياد کړی دی.[36]
دري دوه معناوې لري. شونې ده چې معنا يې وي د دربار ژبه:
«زبان دری يعنې دري ژبه يا د دربار ژبه، او زبان فارسي بيا په لويه کې د فارسي لهجې ته ويل کېږي».د مغولو د سترواکۍ فارسي ژبي شاعران چې له هندي شعري سبک يا قافيو نه يې ګټه اخسته، لکه: بيدل او محمد اقبال، د اراکي(araki) شعر له جوړښت سره بلد شول. اقبال ادبي او شاعري بڼې خوښولې، کله چې هغه وليکل:[37][38]
شونې ده چې دا ژبه د شاعرۍ هغه بڼه وښيي، چې له رودکي نه تر جامي پورې کارول شوې ده. دا ژبه په پنځلسمه پېړۍ کې په فارسي د غږېدونکې تيموري سترواکۍ پر مهال په هرات کې راڅرګنده شوه.
گرچہ هندی در عذوبت شکر است 1
Garče Hendī dar uzūbat šakkar ast
طرز گفتار دری شیرین تر است
tarz-e goftār-e Darī šīrīn tar ast
که څه هم هندي په خوږوالي کې بوره ده
خو د دري ژبې د خبرو بڼه زياته خوږه ده
په دې ځای کې له هندي نه موخه اردو ژبه ده چې په پرسو-عربي الفبا ليکل کېږي.
شکرشکن شوند همه طوطیان هند
Šakkar-šakan šavand hama tūtīyān-e Hend
زین قند پارسی که به بنگاله میرود
zīn qand-e Pārsī ke ba Bangāla mē-ravad
د څوارلسمې پېړۍ فارسي شاعر حافظ ته په اشارې کولو سره اقبال ليکي:
د هند ټول طوطيان به د خوږو ماتونکي شي د دې فارسي خوږو په مټ چې بنګال ته روان دي
په دې ځای کې (قند فارسي/فارسي خواږه) يوه استعاره ده چې د فارسي ژبې او شاعرۍ ته اشاره کوي.
فارسي د ختيځو ايرانيانو د مرکزي اسيايي ژبو ځای ونيو. د ساماني واکمنۍ پر مهال د خوارزمي او سغدي په څنډو کې فرغانه، سمرقند او بخارا له ژبني نظره په دري ژبه واوښتل. فارسي-دري د اسلامي-عربي حکومت پر مهال د عربو له نېواک وروسته د اکسوس سمندر په څنډو، افغانستان او خراسان کې خپره شوه. د طاهريانو له خوا د نهمې پېړۍ په خراسان کې د فارسي ژبې د لېکلو لپاره پهلوي لیکدود په عربي الفبا بدل شول. فارسي-دري ژبه پراخه شوه او له دې امله ختيځې ايراني ژبې، لکه باختري او خوارزمي له منځه ولاړې، يوازې د سغدي لړۍ نه يغنوبي توکمي خبرې کوونکي پاتې دي چې د مرکزي اسيا په تاجیک توکمو کې په نوې فارسي د خبرې کوونکو منځ کې پاييږي، دا ځکه چې په هغه مسلمان عربي پوځ چې په مرکزي اسيا يې يرغل وکړ، ځينې فارسيان هم شامل وو، چا چې په دې سيمه واکمني وکړه، لکه: ساسانيان.د فارسي ژبې رېښې مرکزي اسيا ته د سامانيانو له خوا وغځول شوې. فارسي ژبې کرار کرار سغدي ژبه له منځه يووړه. د هغې شريکې ژبې دنده، چې سغديانو تر سره کوله، له اسلام له رسېدو وروسته فارسي ونيوله.[39][40][41][42][43][44][45][46][47]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.