![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/0b/Castle_romeo2.jpg/640px-Castle_romeo2.jpg&w=640&q=50)
درېيمه نړيواله جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
World War III يا درېيمه نړيواله جګړه چې زياتره د WWIII يا WW3 په توګه لنډول کېږي، د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو څخه وروسته يوې انګېرل شوې درېيمې نړيوالې پراخه کچه نظامي شخړې ته ورکړل شوي نومونه دي. ياده اصطلاح لږ تر لږه د ۱۹۴۱ز کال له لومړيو راهيسې کارول کېږي. ځيني [پوهان] د درېيمې نړيوالې جګړې اصطلاح په ناتړلي ډول ټاکلو يا يو څه کوچنيو شخړو لکه سړې جګړې يا د سيمې پر سر شخړو ته کارول کېږی. د يادو پوهانو خلاف ځيني نور ادعا کوي، چې دا ډول شخړه ښايي په پراختيا او ويجاړونکي اغېز کې له نړيوالو جګړو څخه مخکې وي. [1][2][3]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/0b/Castle_romeo2.jpg/640px-Castle_romeo2.jpg)
د دويمې نړيوالې جګړې پای ته نږدې د هستوي وسلو د پرمختګ او کارونې او د زياتو هېوادونو له لورې يې د وروستۍ لاسته راوړنې او خپرونې له امله؛ د هستوي الهام شونی ګواښ د درېيمې نړيوالې جګړې په اړه په ګومانونو کې يوه عامه موضوع ده، چې د ځمکې د مدنيت او ژوند د پراخه ويجاړونې سبب کېږي. يوه بله بنسټيزه اندېښنه دا ده، چې بيولوژيکي جګړه د زياتو زیانونو سبب کېدلی شي. ياده جګړه په ارادي ډول يا پاملرنې سره د يو بيولوژيکي عامل په ناڅاپي خوشې کولو، د يو عامل په ارث کې د تمې خلاف بدلون يا له کارونې څخه وروسته له نورو نوعو سره يې د سمون په واسطه پېښېدلی شي. د ويجاړۍ په موخه د پرمختللې تيکنالوژۍ د کارونې له امله لکه دا ډول د پراخه کچې کتابي؟ پېښې؛ کولی شي د ځمکې سطحه د استوګنې نا وړ کړي.
په ۱۹۳۹ ز کلونه) کې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل څخه مخکې د لومړۍ نړيوالې جګړې (۱۹۱۸-۱۹۱۴ز کلونه) په اړه باور و، چې د [ټولو] جګړو پای ته رسوونکې جګړه به وي. په عام ډول باور و، چې د دا ډول پراخې نړيوالې جګړې شونتيا بيا ځل هيڅکله نه شي کېدلی. د جګړې د دوام د دورې پر مهال لومړۍ نړيواله جګړه په عمومي ډول د «سترې جګړې» په نوم يادېده. د دويمې نړيوالې جګړې پيل هغه هيله ناسمه ثابته کړه، چې انسانيت ښايي د پراخه نړيوالو جګړو لپاره اړتيا له اندازې څخه زياته غټه کړې وي. [4]
په ۱۹۴۵ کې د سړې جګړې په راتګ او شوروي اتحاد ته د هستوي وسلو د ټيکنالوژۍ په خپرېدنې سره د درېيمې نړيوالې جګړې شونتيا زياته د منلو وړ شوه. د سړې جګړې د کالونو پر مهال په زياتو هېوادونو کې د نظامي او ملکي چارواکو له لوري د يوې درېيمې نړيوالې جګړې د شونتيا تمه شوې او پلان شوې وه. کيسې [د جګړې] له معمولي جګړې څخه تر ټاکلې يا بشپړې هستوي جګړې پورې د لړۍ په ډول برابرې شوې. د سړې جګړې په لوړوالي [اوج] کې په دوه اړخيز ډول د ډاډمنې ويجاړتيا (mutually assured destruction:MAD) اصولو وده کړې وه. دې اصولو روښانه کړه چې يو بشپړ هستوي ټکر به په جګړه کې ښکېل ټول دولتونه ويجاړ کړي. د انساني سيالۍ بشپړه شونې ويجاړتيا ښايي د دې ډول کيسې په مخنيوي کې د امريکايي او شوروي د دواړو مشرانو وړتيا کې مرسته کړې وي.