دوهمه ملکه الیزابت
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویمه الیزابېت (الیزابېت السکاندر ماري؛ د ۱۹۲۶ کال د اپرېل په ۲۱مه نېټه زیږېدلې) د بریتانیا او ۱۵ نورو همګټو قلمروونو ملکه ده.
مری | |
---|---|
الیزابت الیکساندرا | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
اصلي نوم | الیکساندرا |
پيدايښت | ۲۱ افریل ۱۹۲۶ |
مړینه | |
تابعیت | بریتانیا |
قد | |
مذهب | |
طبی کیفیت | |
ميړه | |
اولاد | |
پلار | |
مور | |
وروڼه او خوندې | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | د بریتانیا او همګټو هیوادونو دوهمه ملکه الیزابت |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1]، فرانسوي ژبه [2] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
الیزابېت د ډوک او ډچېس یورک لومړۍ لور ده او د لندن په مېفېر کې زیږېدلې ده. پلار یې په ۱۹۳۶ کال کې د ورور اتم پاچا «اډوارډ» له لرې کېدو وروسته د پاچاهۍ پر تخت کېناست او الیزابېت یې احتمالي وارثه کړه. دې په خصوصي ډول په کور کې زدهکړې وکړې. د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې یې د عمومي دندو پر اجرا کولو پیل وکړ او د خپلې خاورې د مرستندوی پوځ په خدماتو کې یې کار وکړ. د ۱۹۴۷ کال په نومبر میاشت کې یې د یونان او ډنمارک له پخواني شاهزاده فیلیپ مونټباټن سره واده وکړ چې له هغه نه یې څلور اولادونه وشول: چارلېز، د ولېز شاهزاده؛ آن، پرنس رویال؛ شاهزاده انډریو، ډوک یورک او شاهزاده اېډوارډ، ارل وېسېکس.
د ۱۹۵۲ کال په فېبرورۍ کې یې چې کله پلار مړ شو، الیزابېت هغه مهال ۲۵ کلنه وه او د اوو خپلواکو همګټو هېوادونو ملکه شوه. دا هېوادونه بریتانیا، کاناډا، استرالیا، نیوزلنډ، سوېلي افریقا، پاکستان او سیلان وو، همدا راز د دغو همګټو هېوادونو مشره هم شوه. د مشروطه ملکې په توګه د دې په دوره کې لوی سیاسي بدلونونه پېښ شول؛ لکه په شمالي ایرلنډ کې ګډوډۍ، په بریتانیا کې د واک سپارل، له اروپايي ټولنو سره د بریتانیا یوځای کېدل، له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل، کاناډا ته د بشپړ حاکمیت لېږدېدل او د ۱۹۵۶ او ۱۹۹۲ کلونو تر منځ د دې تر واک لاندې ځينې قلمروونه لکه سوېلي افریقا، پاکستان او سیلان (چې نوم یې سریلانکا ته بدل شو) پر جمهوریتونو بدل شول. د دې په تاریخي لیدنو او ملاقاتونو کې جمهوري ایرلنډ ته دولتي سفر او د پنځو پاپانو لیدنه شاملېږي. خاوند یې «شاهزاده فلیپ» د ۲۰۲۱ د اپرېل په ۹مه تر ۷۳ کلن واده وروسته د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.
الیزابېت د بریتانیا د واکمنانو تر منځ یوازنۍ واکمنه ده چې ډېر عمر لري او د ډېرې مودې لپاره ملکه ده؛ په تاریخ کې د دولت تر ټولو اوږدمهالې ښځینه مشره ده؛ د عمر له لحاظه دا مهال تر ټولو مشره ژوندۍ ملکه ده؛ او همدا راز د اوسني دولت تر ټولو زړه او تر ټولو ډېره پاتې شوې رئیسه ده. الیزابېت د خپل سلطنت په جریان کې د جمهوري غوښتونکو له خوځښتونو او پر شاهي کورنۍ له نیوکو سره مخ ده. سره له دې، په بریتانیا کې د سلطنتي نظام او پهخپله د الیزابېت محبوبیت معمولاً لوړ دی.