دوه دولتي حللار
From Wikipedia, the free encyclopedia
دوه دولتي حللار د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د له منځه وړلو يو حل لار ده چې له مخې، د اسراییلو سره د دوښمنۍ پر ځای، د عربانو لخوا د "له سیمې څخه د هغوی د ایستلو" او یا د اسراییلو لخوا د "فلسطین د حقونو د تر پښو لاندې کولو" پرځای، د اسراییلو او فلسطین د دوو جلا دولتونو رامینځته کول دي. په عین وخت کې ، او په رسمي توګه دواړه د ټولو ښکیلو اړخونو او یو بل لخوا په رسمیت پېژندل دي. دوه دولتی حل د یو دولتی حل مخالف دی، چې له مخې یې باید په اسرائیلو، لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې یو واحد حکومت جوړ شي او د دغو سیمو ټول اوسېدونکی باید خپل تابعیت ولري. دوه دولتی حل د ملګرو ملتونو لخوا تصویب شوی دی. [1] [2] خو ځینې بیا دغه پلان ناکام ګڼي. [3] [4] د ایران نظرد ایران اوسنی رژیم د سولې د دغه پلان مخالف دی او د اسرائیلو د دولت له منځه وړل او د فلسطین خپلواکي غواړي. [5] خو ځینو ایراني سیاستوالو لکه محمد خاتمي لا دمخه له دې حل سره خپله موافقه اعلان کړې ده. [6] [7]
|
Wikiwand in your browser!
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.