د اردن دویم عبدالله
From Wikipedia, the free encyclopedia
عبدالله الثانی بن الحسین (زوکړه: د ۱۹۶۲ زکال د جنوري ۳۰ مه) د اردن پاچا دی چې د ۱۹۹۹ زکال د فبروري په ۷ مه واک ته ورسېد. نوموړی هاشمي کورنۍ ته اړوند دی چې له ۱۹۲۱ زکال څخه د اردن سلطنتي کورنۍ ده. هغه د نسب له مخې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د اولادې ۴۱م نسل ته اړوند دی.
د اردن دویم عبدالله | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | آمان [1] |
تابعیت | اردن |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | عربي ژبه [2]، انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
عبدالله د ملک حسین او د هغه د دویمې مېرمنې شهزادګۍ منی لومړی زوی دی او په عمان کې زېږېدلی. د پاچا د مشر زوی په توګه هغه د خپل پلار څرګند وارث و، خو پلار یې په ۱۹۶۵ زکال کې خپل ولیعهد د عبدالله تره شهزاده حسن وټاکه. عبدالله په عمان کې ښوونځي ته ولاړ او خپلې زده کړې یې له هېواده بهر بشپړې کړې. هغه خپل پوځي فعالیت په ۱۹۸۰ زکال کې د روزونکي افسر په توګه د اردن په وسله وال پوځ کې پیل کړ او په ۱۹۹۴ زکال کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو قوماندان شو چې بالاخره په ۱۹۹۸ زکال کې د دغه هېواد په پوځ کې تر تورن جنرالۍ ورسېد. په ۱۹۹۳ زکال کې عبدالله له رانیا الیاسین سره واده وکړ دوی د ولیعهد حسین، شهزاده ایمان، شهزادګۍ سلما او شهزاده هاشم په نومونو څلور ماشومان لري. ملک حسین په ۱۹۹۹ زکال کې له خپلې مړینې څو اونۍ وړاندې خپل مشر زوی عبدالله خپل وارث وټاکه او له پلار وروسته واک ته ورسېد.
مشروطیت غوښتونکی پاچا، عبدالله هغه مهال چې واک ته ورسېد اقتصاد یې ازاد کړ او په دغه برخه کې اصلاحات د اقتصادي ودې لامل وګرځېدل چې تر ۲۰۰۸ زکال پورې یې دوام وموند. په راتلونکو کلونو کې د اردن اقتصاد له ستونزو سره مخ شو او د لوی اقتصادي ناورین او همدارنګه د عربي پسرلي تر اغېز لاندې راغی چې له امله یې د نفتو عرضه را لږ شوه او همدارنګه یې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري وپاشل شوه. په ۲۰۱۱ زکال کې په ټوله عربي نړۍ کې د اصلاحاتو په موخه پراخ لاریونونه راوتلل. ډېری دغه اعتراضات په یو شمېر هېوادونو کې د کورنۍ جګړې د پیلېدو لامل وګرځېدل، خو عبدالله په چټکۍ سره د دغو کورنیو نارامیو پر وړاندې د خپلې ادارې په بدلون، په اساسي قانون او همدارنګه د عامه آزادیو او ټاکنو اړوند قوانینو کې په اصلاحاتو غبرګون وښود. هغه د ۲۰۱۶ زکال په عمومي ټاکنو کې د اردن په پارلمان کې د تناسبي استازولۍ سیسټم رامنځته کړ، هغه اقدام چې د نوموړي په خبره بالاخره د پارلماني حکومتونو د جوړېدو لامل ګرځي. دغه اصلاحات د سیمه یېزو بې مخینې ننګونو له دې ډلې منابعو نه لرونکي د هغه هېواد ته د ۱.۴ میلیونه سوریايي کډوالو د ورتګ او همدارنګه د داعش (د عراق او شام لپاره اسلامي دولت) ډلې د رامنځته کېدو په حالت کې ترسره شول. [3]
عبدالله د اردن د ثبات ساتلو له امله په ملي او نړیواله کچه محبوبیت لري؛ نوموړی همدارنګه د ادیانو ترمنځ د بحثونو او د معتدل اسلام د ترویج کوونکي په توګه شهرت لري. نوموړی چې اوس مهال په ټوله عربي نړۍ کې له مهالیز پلوه زیات واک چلونکی واکمن دی، د اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو د سلطنتي مرکز له خوا په ۲۰۱۶ زکال کې د عربي نړۍ د تر ټولو اغېزمن واکمن په توګه وبلل شو چې په ۲۰۲۲ زکال کې یې د عربي نړۍ د اغېزمنو واکمنانو په کتار کې پنځم ځای خپل کړی. عبدالله په اورشلیم یا بیت المقدس کې د مسلمانانو او عیسویانو د سپېڅلو ځایونو متولی دی، هغه ځایګی چې له ۱۹۲۴ زکال څخه د هغه کورنۍ ته اړوند دی. په ۲۰۲۱ زکال کې د پاندورا اسنادو افشا او همدارنګه په ۲۰۲۲ زکال کې په سویس کې د شتمنیو افشا څرګنده کړه چې عبدالله په پریمانه کچه سرمایه ځانته ساتلې او هغه یې د خپلو بهرنیو حسابونو او مالیاتي تېښتو څخه په کار اخیستو پټه ساتلې. د دغو افشاګریو په غبرګون کې سلطنتي محکمې څرګنده کړه چې له هېواده بهر د هغه حسابونه د نوموړي د خصوصي حریم او امنیت د خوندیتوب په موخه کارول شوي، په داسې حال کې چې دغه شخصي سرمایه ورته له پلار څخه په میراث رسېدلې. [4][5][6][7][8]