From Wikipedia, the free encyclopedia
د بشري ودې شاخص (HDI) د ژوند د هيله مندۍ، زده کړې (معنا دا چې د ښوونځي پوره کړي کلونه او تعلیمي نظام ته تر ننوتلو وروسته د ښوونځي د پوره کوونکو کلونو لپاره هيله) او د سړي سر عايد څرګندونکو يو شمېريز ترتيبي شاخص (اندازه) دی، له کوم نه چې په نړۍ کې د بشري ودې د ډلبندۍ نه په څلورو لړيو کې ګټه اخستل کېږي. يو هېواد هغه مهال د ودې شاخص لوړه درجه تر لاسه کوي، کله چې د هغه هېواد د وګړو د عمر موده اوږده وي، د زده کړې کچه لوړه وي او د سړي سر ناخالص ملي عايد لوړ وي. دا نظام د پاکستاني اقتصاد پوه محبوب الحق له خوا جوړ شوی و او بيا ورنه د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د بشري ودې د راپور دفتر د يوه هېواد د بشري ودې د اندازه کولو په برخه کې کار واخيست. [2][3][4]
د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې راپور، د بشري ودې يو نابرابر تعديل شوی شاخص وړاندې کړ(IHDI). په داسې حال کې چې د بشري ودې ساده شاخص (HDI) اوس هم ګټور دی، په ياد راپور کې ويل شوي و چې: «نابرابر تعديل شوی شاخص د بشري ودې حقيقي کچه ده (د نابرابرۍ لپاره محاسبه کول)، په داسې حال کې چې د بشري ودې شاخص ته د بشري ودې د بالقوه شاخص په توګه کتل کېدای شي (يا د شاخص تر ټولو ستره کچه) که چېرې نابرابري نه وه، نو دا شاخص تر لاسه کېدای شو». [5]
دا شاخص د بشري ودې په ليد پورې اړه لري، چې د محبوب الحق له خوا جوړ شوی دی، د بشري وړتياوو په اړوند د «امرتيا سين» په اثر کې لا پسي غني شوی دی، ډېر ځله په دې چوکاټ کې اچول شوی چې ايا ممکنه ده، خلک په ژوند کې هغه څه «شي» يا هغه څه «وګړي» چې دوی يې هيله لري. په بېلګو کې يې شامل دي – کېدل: ښه تغذيه، سرپناه، روغتيا ، کار، زده کړه، رايه ورکول، په ټولنيز ژوند کې برخه اخیستل. د غوراوي آزادي يې مرکزيت دی؛ يو څوک دا غوره کوي چې وږی پاتې شي (د يوې ديني روژې پر مهال) له هغه چا يې حالت بدل دی، چې خوراک اخستلی نه شي او يا له دې امله چې هېواد له لوږې «قحطۍ» سره مخامخ دی.[6]
دا شاخص د ګڼو لاملونو محاسبه نه کوي، لکه د سړي سر خالصه شتمني يا په يوه هېواد کې د توکو نسبي کيفيت. دا حالت د G7 د غړيو او ځينو نورو ډېرو پرمختللو هېوادونو د درجې د ښکته کېدو لامل ګرځي.[7]
د HDI سرچينې د ملګرو ملتونو د بشري ودې د راپور د دفتر له خوا د بشري ودې په اړوند وړاندې کېدونکي کلني راپورونه دي. دا راپورونه د پاکستاني اقتصاد پوه محبوب الحق له خوا په ۱۹۹۰ز کال کې اختراع شوي او پر لاره اچول شوي وو او څرګنده موخه يې دا وه، چې «د ملي عايد محاسبې پر ودې اقتصاد نه پام د خلکو محوريت تګلارو ته واړوي». محبوب الحق په دې باور و چې د خلکو، پوهانو او سياسيونو د قناعت لپاره يو ساده ترکيبي معيار ته اړتيا ده، تر څو دوی وپوهېږي چې دوی کولای شي او بايد وده يوازې په اقتصادي پرمختګ ونه ارزوي، بلکې د بشري سوکالۍ پرمختګ هم په نظر کې ونيسي.
د ۲۰۱۰ز کال د نومبر په څلورمه نېټه خپور شوی (او د ۲۰۱۱ز کال د جون په لسمه يې معلومات تازه شوي)، د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې راپور درې ابعادو په يوځای کولو سره د HDI محاسبه کړې:[8][9]
UNDP د ۲۰۱۰ز کال د بشري ودې په راپور کې د HDI د محاسبې لپاره، د نويو تګلارو کارول پيل کړل. دا درې شاخصونه (څرګندوونکي) په دې ډول دي:
1. د ژوند لپاره د هيله مندۍ شاخص (LEI) =
LEI هغه مهال ۱ دی، کله چې له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي ۸۵ وي او هغه مهال صفر دی، کله چې له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي ۲۰ وي.
2. د زده کړې شاخص (EI) =
۱.۲ معنا دا چې د زده کړې د کلونو شاخص (MYSI) =
د ۲۰۲۵ز کال لپاره زيات نه زيات اټکل شوی شاخص پنخلس دی.
۲.۲ د زده کړې کلونو لپاره د تمې شاخص (EYSI) =
په ډېرو هېوادونو کې اتلس د ماسترۍ سند د تر لاسه کولو سره برابر دی.
3. د عايد شاخص (II) =
کله چې د سړي سر عايد GNI ۷۵۰۰۰ ډالره وي، نو يو دی او کله چې د سړي سر عايد GNI ۱۰۰ ډالره وي، نو بيا صفر دی.
په پايله کې، HDI د پورته درې عادي شويو شاخصونو هندسي منځنۍ کچه ده:
LE: له زېږېدو سره سم د ژوند لپاره هيله مندي.
MYS: معنا د زده کړې کلونه (د بېلګې په ډول: کله چې يو څوک پنځه وېشت کلن شي، په رسمي زده کړو يې څو کلونه تېر کړي دي).
EYS: زده کړې تمه لرلو کلونه (د نمونې په ډول: له اتلسو کلونو نه کم عمر لرونکو ماشومانو لپاره د څو کلونو زده کړې تمه کېدای شي).
GNIpc: د سړي سر پيرلو وړتيا د برابرۍ پر بنسټ ملي ناخالص عايد.
HDI د ۲۰۰۹ز کال په راپور کې درې ترکيبه کارولي دي:
دا تګلاره تر ۲۰۱۱ز کال پورې د UNDP په راپور کې کارول شوې ده.
د HDI د تعريفولو فارمول، د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام (UNDP) له خوا اعلان شوېی دی. په عمومي ډول، د يوه اومه(خام) متغير د بدلون په موخه، د بېلګې په ډول، د صفر او يو تر منځ پر يوه شاخص (کوم چې د بېلا بېلو شاخصونو له يو ځای کېدو سره مرسته کوي)، لاندې فارمول کارول شوی دی:
په داسې حال کې چې a او b تر ټولو ښکته او لوړ متغير ارزښت دی، x متغير کولای شي، په پرله پسې ډول دواړه په لاس راوړي. د بشري ودې شاخص (HDI) د يو ډول وزن لرونکي شمېرې استازيتوب کوي، چې په هغې کې 1⁄3 د لاندې هر يو عامل شاخص د هر يوه په واسطه مرسته کولای شي: [10]
د ملګرو ملتونو د بشري ودې پروګرام له خوا په ۲۰۲۰ز کال کې د بشري ودې راپور د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر په پنځلسمه خپور شوی و او د HDI ارزښتونه يې د هغو معلوماتو پر بنسټ محاسبه کړي وو، چې په ۲۰۱۹ز کال کې راټول شوی وو. په دې نوملړ کې د لوړې بشري ودې هېوادونه او سيمې شاملې دي.[11]
د نابرابرۍ پر بنسټ جوړ شوی د بشري ودې شاخص (IHDI) «له هغه HDI سره برابر دی، کله چې د خلکو تر منځ نابرابري نه وي، بلکې د بشري ودې له شاخص نه کم وي، په داسې حال کې چې نابرابري لوړه وي. په دې معنا سره، د نابرابرۍ پر بنسټ جوړ شوی د بشري ودې شاخص (د دې نابرابرۍ له مخې) د بشري ودې حقيقي کچه ده، په داسې حال کې چې، د بشري ودې شاخص ته د «بالقوه» ودې په سترګه کتل کېدای شي (يا د HDI تر ټولو وړه کچه) او که چېرې نابرابري نه وای ،نو دا وده تر لاسه کېدای شوه. د نابرابرۍ پر بنسټ، د بالقوه بشري ودې له امله «تر لاسه شوی زيان» د HDI او IHDI تر منځ د توپیر په مټ تر لاسه کېدای شي او د سنلې په ډول ښودل کېدای شي. [12]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.