روت بارکن مارکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
روت بارکن مارکس (پيدايښتي نوم يې روت شارلټ بارکن دی؛ ۲ اګست ۱۹۲۱،د ۱۹ فبروري ۲۰۱۲) يوه امريکايۍ اکاډميکه فيلسوفه او منطق پوهه وه چې په شرطي او فلسفي منطق کې د خپلو آثارو له امله يې زیات شهرت موندلی. هغې د کميتي کيفيتي منطق لومړۍ رسمي قاعدې جوړې کړې او په دې ډول يې هغه طرحه يا اصل وړاندې کړ چې د بارکن فارمولې په نوم بېژندل کېږي. (هغې همدا راز په دې بهير کې د اړتيا لپاره اوسنی معياري عامل «بکس» هم وړاندې کړی). مارکوس چې په اصل کې د «روت سي. بارکن» په نوم پېژندل شوې وه، د «ډان ګيريټ» په وينا «د شلمې پېړۍ يوه له زیاتو اغېزناکو او مهمو فلسفي منطق پوهانو» څخه يوه وه. د مارکوس د اوږدې مودې کار د لمانځلو پر مهال په ۲۰۰۸ز کال کې «تيموتي وليامسن» وويل «نه يواځې دا چې د هغې ډېری اندونه اصلي او ځيرک او ښايسته او په زړه پورې او اغېزناک او د خپل وخت مخکښ دي، بلکې په حقيقت کې زه باور لرم چې ريښتيني هم دي».[1][2][3][4][5][6]
روت بارکن مارکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | برانکس |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | د نيويارک پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |