روهتاس کلا
From Wikipedia, the free encyclopedia
د روهتاس كلا د جهلم ولسوالۍ يوه تاريخي كلا ده، چې د دينه له ښارگوټي سوېل په اووه كيلومترۍ كې پرته ده. دا كلا د گهان او كس سيندونو په څنگ اړخ كې جوړه شوې ده. د روهتاس د كلا ډبره د ځمكې له كچې درې فوټه پورته پرته ده. دا كلا د افغان روڼ اندي او پوه واكمن شېر شاه سوري د واكمنۍ يو اريانوونكې او نادره نمونه ده، چې د څلور سوه كلونو په تېرېدو سره، سره يې هم خپل تېر تاريخ او برم ساتلې دى. ددې كلا دروازې د دومره مودې په تېرېدو سره له ماتېدو او يو څه خراپېدو سره بيا هم تردې دمه خپل شتون ساتلې او د سلگونو سېلانيانو نومونه يې په خپل ځان رېكارډ كړې دي. كه څه هم ددې كلا د جوړوونكو نومونه پرې نشته خو د الله جل جلاله او محمد صلى الله عليه وسلم سپېڅلي نومونه پرې كيندل شوې دي. ددې كلا د اوبو ذخيرې چې په ځايي ژبه ورته باولي وايي د تعمير د فن يوه نادره نمونه ده. دلته يو تاريخي ابهام هم پيدا كېږي، چې د كلا په جوړښت كې ټول مواد له ځايي ډبرو او سېمېنټو څخه گټه اخيستل شوې. مگر په باولۍ كې د كارول شويو پخو خښتو دا ابهام راپيدا كړې، چې د اندركوټ په باولۍ د كلا په بنسټونو جوړه شوې ده، چې لدې څخه دا په زبات رسي چې دا باولۍ د كلا له جوړښت څخه مخكې جوړې شوې وى. مگر د خښتو كارولو څخه داسې ښكاري چې باولۍ دې له كلا څخه وروسته جوړه شوې وي. په كوم ځاى چې دا كلا ودانه ده، دلته په پخوا وختو كې د منډي په نامه يوه لرغونې ابادي وه.