ريچارډ فاينمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
ريچارډ فيلپس فاينمن (۱۱ مۍ ۱۹۱۸ ز– ۱۵ فبروري ۱۹۸۸ ز) يو امریکايي نظري فزيک پوه و، چې د بې کسره کوانتم ميکانيک د مسير په جوړولو، الیکټرو ډاناميک کوانتمي نظريې، د زيات يخ مايع هيليوم د زياتو بهېدو فزيک او په تطبيقي فيزيک - چې د دې لپاره هغه د پارټن نمونه وړاندې کړه- کې د هغه د کار له کبله شهرت لري. په ۱۹۶۵ زېږديز کال کې فاينمن له جوليان شوينګر او «Shin'ichirō Tomonaga» سره يو ځای، د اليکتروډاينامک کوانتم د پرمختګ لپاره د فيزيک د نوبل جايزه تر لاسه کړه.
ريچارډ فاينمن | |
---|---|
(انګلیسي: Richard Phillips Feynman) | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۱ مې ۱۹۱۸[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14] |
مړینه | 15 فبروري 1988 (70 کاله)[1][2][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14] لاس انجلس [15] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
مذهب | اتيزم [16][17] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فزيک پوه [18] ليکوال سياستوال |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [19][20] پرتګالي ژبه [21] |
د کړنې څانګه | د ذراتو فزیک پنځپوهنه |
کار ورکوونکی | د منهاتن پروژه (۱۹۴۱–۱۹۴۵)[22] |
مؤثر | پاول ادرین ماورایس دیراک |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي ) |
مخ پر IMDB باندې[23] | |
سمول |
فاينمن د رياضياتي څرګندونو لپاره په پراخه کچه، د کارېدونکې انځوريزې اډاڼې طرحه جوړه کړه چې، له اتوم څخه د کوچنيو ذراتو د بڅرکو چلند يې تشرېح کاوه، کوم چې وروسته د فاينمن د هندسي شکل په نوم وپېژندل شوه. هغه د ژوند په اوږدو کې، د نړۍ په کچه تر ټولو غوره ساينسپوه په توګه ومنل شو. د بریتانيايي مجلې «د فيزيک نړۍ» لخوا په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د نړۍ د مخکښو ساينسپوهانو په اړه د يوې ټولپوښتنې په پايله کې فاينمن په مطلق ډول د ساينسپوهانو په منځ کې اوومه درجه تر لاسه کړه.[24]
د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال، هغه د اتومي بم په جوړولو کې مرسته وکړه او په ۱۹۸۰ يمو کلونو کې د راجرز د کميسيون د غړي په توګه ټولو خلکو وپېژنداه، کوم کميسيون چې د چيلنجر هوايي شټل ناورين څېړلی و. په نظري فزيک کې د کار تر څنګ، فاينمن د کوانتمي محاسبو او ننوټيکنالوژۍ د تصور په وړاندې کولو کې هم مخکښ و. هغه د کلفورنيا د تيکنالوژۍ له انستيتيتوت څخه په نظري فيزيک کې د «ريچارډ سي. تولمن» د استادۍ درجه تر لاسه کړې وه.
فاينمن د کتاب او ويناوو له لارې، د فزيک پياوړوی خپروونکی و، چې دا دوه هم په کې شامل دي: په ۱۹۵۹ ز کال کې له پورته څخه د ښکته په لور د ننوټيکنالوژي په اړه چې ،«په تل کې زيات ځای شته» د فاينمن وينا او « د فزيک په اړه د فاينمن ويناوې» په نوم په درې جلدونو کې د هغه خپره شوې د محصلۍ ويناوې. فاينمن د هغه د خپل ژوند ليک د کتابونو له امله هم شهرت موندلی دی چې هغه دا دي: په یقیني توکه، تاسې ټوکې کوئ ښاغلی فاينمن! او دې ته څه اهميت ورکوې چې نور څه فکر کوي؟ همدا راز د هغه په اړه لیکل شوي کتابونه، لکه: « Tuva or Bust » چې رالف لايتون ليکلی، او د جيمز ګليک تصنيف: د نابغه ژوند ليک: د ريچارډ فاينمن ژوند او پوهه.