From Wikipedia, the free encyclopedia
سټیتوسکوپ د ساه د غږ اورېدلو لپاره د اکوسټیک طبي وسیله ده، ډاکټران يې د څارویو یا انسانانو د بدن داخلي تنفس د غږونو اوریدلو لپاره کاروي، عموماً يوه کوچنۍ وسيله ده چې د ناروغ پوټکي پر وړاندې ایښودل کېږي، او یو یا دوه غوږۍ يې د ډاکټر د غوږونو سره وصل وي. سټیتوسکوپ د زړه ، سږو یا کولمو د رامینځته شويو غږونو اوریدو لپاره کارول کېږي.
په لږ ساده توګه؛ "سټیتوسکوپ" چې د راډ شکل لرونکي زنځیرونو سره مجهز دی، د ماشینونو لخوا رامینځته شوي. لاندې يو ډول وسیله لري، چې د ناروغ پر بدن د ايښودلو لپاره ځانګړې شوې، او د همدې سره دوه غږونه نښتي چې د ډاکټر په غوږونو کې د ايښودلو لپاره ځانګړي شوي. (د بېلګې په توګه، دا چې د ناروغ دننه کوم ډول حالت دی، يا يې د زړه تکان څنکه دی، د دې لپاره چې دا غږونه بهر راوباسي او ډاکټر ترې خبر شي نو د نوموړي وسيلې څخه کار اخلي) .
استِتوسکوپ په اصل کې د انګرېزي ژبې يو لغات دی، خو اوس دا نوم په بېلابېلو ژبو کې تر ډېره کچه عام دی. ځينې کسان ورته د ډاکټر غوږۍ هم وايي، زیاتره پښتانه دې ته معاينه وايي، مګر په اصل کې معاينه د ډاکټر د ناروغيو څېړنې ته وايي، خو په هر حال؛ هرچا کې په عامه اصطلاح يو رسم شته.
اوسمهال په پښتو ژبې هېڅ ډول لغات نه دی ورته ټاکل شوی، خو غوره دا ده چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او نور علمي بنسټونه ورته يو لغات وټاکي.
سټیتوسکوپ په فرانسه کې په 1816 کې د رینی لینیک لخوا په پاریس کې د نیکر-انفنټس مالډیس روغتون کې اختراع شو. [1] [2] چې د لرګي څخه يې جوړ کړی وو، دا ځکه چې نوموړي کله ښځينه ناروغان کتل نو پر سينه يا شا به يې غوږ نشو کېښودای، د شرم احساس يې کاوه، د نارينه وو د ساه معلومولو لپاره به نوموړي بې له خجالته د هغوی پر سينه غوږ ایښوده، خو د ښځو لپاره يې دا حل لاره پیدا کړل، د لرګي په وسيله يې استِتوسکوپ جوړ کړ، او هغه به يې د ښځې په سینه کېښودل ترڅو د هغې زړه او ساه اخيستنې ته غوږ ونیسي. که څه هم هغه يوازې لرګی وو او په ډېر مشکل سره يې غږ اورېدلی شو [3] په 1840 کې ، گولډینګ برډ یو سټیتوسکوپ تشریح کړ چې هغه د انعطاف وړ کيفيت سره جوړ کړی و. د هغه را وروسته بيا ډېرو نورو کسانو په بېلابېلو ډولونه جوړ کړ. کې تر دا مهاله يې يو ډېر غوره ډول جوړ کړی دی.
سټیتوسکوپونه د روغتیا پاملرنې متخصصینو سمبول دی. د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي يا ډاکټران اکثرا لیدل کېږي چې د غاړې شاوخوا يې سټیتوسکوپ اغوستلی وي. او همدا راز استِتوسکوپ چې د ډاکټرانو په غاړه وي یو مثبت فکر رامنځته کېږي.[4]
د استِتوسکوپ قيمت په بېلابېلو هېوادونو کې د هغوی د ارز پر بنسټ متفاوته دی، همدا راز د استِتوسکوپ قيمت د نوموړي د کيفيت سره هم تړاو لري.
په متوسطه توګه په امريکا کې د يو عادي استِتوسکوپ قيمت شاوخوا 147 امريکايي ډالره دی. چې د افغانستان د ۱۴۰۰ افغانيو سره سمون خوري. خو ځينې يې بيا تر دې ګران دي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.