سونامې
qudrati afat / From Wikipedia, the free encyclopedia
سونامې (په اصل کې جاپاني ريښه لري، چې د «بندر څپې» معنی لري) د اوبو په جسم کې د څپو يو لړۍ ده، چې په عمومي ډول يو سمندر يا لوی جهيل کې د اوبو د لويې کچې د بې ځايه کېدلو له امله رامنځته کېږي. تر اوبو لاندې يا پرې له پاسه د چاودنو، ځمکې ښوييدنو، د کنګل کيندنو، د اسماني کاڼو او نورو نابرابريو په ګډون زلزلې، اور غورځونکې خوټېدنې ټول د سونامې رامنځته کولو ځواک لري. د عادي سمندري څپو په خلاف، چې د باد يا څپې په واسطه او د سپوږمۍ او لمر د جاذبې قوې د راښکون له مخې تولېدېږي، سونامي د يوې لويې پېښې له امله د اوبو د بې ځايه کېدنې له مخې رامنځته کېږي. [1][2][3][4][5][6]
د سونامې څپې تر سمندرګي لاندې د عادي بهيرونو يا سمندرګيزو څپو سره ځکه ورته والی نه لري، چې د دوی د څپې اوږدوالی خورا اوږد دی. د يوې ماتونکې څپې په توګه د ښکاره کېدلو پر ځای سونامې ښايي په لومړيو کې په چټک ډول له يوې راپورته کېدونکې څپې سره ورته وي. د همدې له امله سونامې ته زياتره وختونه څپه ييزه څپه وايي، که څه هم دا کارونه د پوهنيزې ټولنې د خوښې وړ ځکه نه ده، چې کېدای شي د څپو او سونامې تر منځ د سببي اړيکې ناسم فکر وړاندې کړي. سونامې په عمومي ډول د څپو له يوې لړۍ څخه جوړه شوې ده، چې د ترتيب له مخې له دقيقو څخه تر ساعتونو پورې دورې لري او يوازې د نوم په ډول د «څپې اورګاډي» کې رارسېږي. په لسګونو مترو د څپې لوړوالي د لويو پېښو په واسطه رامنځته کېدلی شي. که څه هم د سونامې اغېز د ساحلي سيمو تر بريده دی، مګر وېجاړونکی ځواک يې له دې څخه لوی هم اوسېدلی شي او د سمندر ټولې کاسې اغېزمنولی شي. د هند سمندر د ۲۰۰۴ ز کال سونامې د انسان په تاریخ کې د تر ټولو مرګونو طبيعي ناورينونو څخه و، چې د هند له سمندر سره په پوله لرونکو ۱۴ هېوادونو کې يې ۲۳۰۰۰۰ ووژل او يا ورک کړل. [7][8][9][10][11]
د لرغون يونان تاريخپوه توساډايډس “Thucydides” له ميلاد څخه مخکې ۵ پېړۍ کې د پلوپونز جګړې تاريخ “History of the Peloponnesian War” تر سرليک لاندې خپل کتاب کې وړانديز وکړ، چې سونامې تر سمندر لاندې زلزلو پورې تړاو درلود، مګر د سونامې درک يا پوهېدنه تر ۲۰ پېړۍ پورې نيمګړې او زياتره نامعلومه پاتې شوه. د شته څېړنې لويې برخې دا معلومول رانغاړي، چې ولې ځينې لويې زلزلې سونامې نه رامنځته کوي، په داسې حال کې چې نورې کوچنۍ زلزلې بيا د سونامې لامل کېږي. دا روانه څېړنه د دې لپاره پلان شوې ده، چې د سمندرونو په اوږدو کې د سونامې د تېرېدلو لار او له ساحلي ليکو سره د سونامې څپو د غبرګون څرنګوالی په کره ډول اټکل کړي. [12][13]