From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسیسکو دي ویتوریا (شاوخوا ۱۴۸۳ – ۱۵۴۶ ز کال د اګست ۱۲مه) د فرانسیسکو ډي ویکټوریا په نوم هم پېژندل شوی) یو هسپانوی رومي کاتولیک فیلسوف، الهیاتپوه او د رینسانس هسپانیا حقوقپوه و. نوموړی په فلسفه کې د هغه دود بنسټ اېښودونکی دی چې د سالامانکا مکتب په نوم پېژندل کېږي، او په ځانګړې توګه د هغه د عادلانه یا مشروع جګړې (just war) او نړیوال قانون د تیورۍ له کبله یې پام ځان ته جلب کړی دی. نوموړی په تېرو وختونو کې څېړونکو او پوهانو، د البېریکو جینټیلي او هوګو ګروټیوس ترڅنګ، د "نړیوال قانون پلار" بللی دی، که څه هم ځینې معاصرو اکاډمیکو پوهانو بیا ویلي چې دا ډول تعریف یې بې ځایه او ناسم دی، ځکه د پوسټ ماډرن نړیوال قانون مفهوم واقعا تر ډېرو وروستیو پورې نه و رامنځته شوی. امریکايي حقوقپوه ارثر نوسباوم له هېواده بهر د سوداګرۍ د حق اړوند پر نړیوالو قوانینو د ویتوریا د نفوذ یادونه کړې. وروسته دا بیا د "سوداګرۍ د ازادۍ" په توګه تعبیر شو.[2][3][4]
ښاغلی ویتوریا د ۱۴۸۳ ز کال په شاوخوا کې په بورګوس ښار یا ویتوریا-ګاستېز ښار کې زیږېدلی او په بورګوس ښار کې لوی شوی دی. نوموړی د الابا ایالت اوسېدونکي پیډرو ډي ویتوریا او مېرمن کاتالینا ډي کمپلوډو زوی دی، چې دواړه د اشرافو له کورنۍ څخه وو. د عصري څېړنو له مخې، هغه د مور له اړخه (د کمپلوډو کورنۍ) یهودي نسب درلود، چې د بورګوس پاول او الفونسو ډي کارټاګینا په څېر مشهورو عیسوي دین ته اوښتو شخصیتونو پورې یې تړاو درلود. نوموړی په ۱۵۰۴ ز کال کې ډومینیک عیسوي عقیدې ته واوښت، او د پاریس په سینټ جیکس کالج کې یې زده کړه وکړه، چېرته چې هغه د دېسسیدریوس ایراسموس د اثارو تر اغېزې لاندې شو. له ۱۵۱۶ ز کال وروسته یې (د پیري کروکارټ او توماس کاییتان تر اغېزو او نفوذ لاندې) د الهیاتو تدریس پیل کړ. په ۱۵۲۲ ز کال کې اسپانیا ته راستون شو ترڅو د وایادولید ښار په سینټ ګریګوري کالج کې د الهیاتو تدریس وکړي، چېرې چې ډېری ځوان ډومینیکان په نوې نړۍ کې د تبلیغي کار لپاره روزل کېدل. په ۱۵۲۴ ز کال کې په سالامانکا پوهنتون کې د الهیاتو د څانګې رییس وټاکل شو، چېرته چې نوموړي د تومیزم (د سینټ توماس اکویناس د فلسفې او الهیاتو) په وده کې مهم رول درلود. فرانسیسکو دي ویتوریا د ۱۵۴۶ ز کال د اګست په ۱۲مه په سالامانکا ښار کې مړ شو.[5][6][7]
د روم د مقدس سترواک او د هسپانیا د پاچا پنځم چارلز له لوري د یوه مشهور عالم په توګه په علني توګه سلا مشورې ترې اخیستل کېدې. نوموړي د واک او ځواک د هغه ډول د محدودولو لپاره هلې ځلې وکړې، چې د هسپانوي امپراتورۍ له لوري پر ځایي خلکو تحمیلېده. هغه وویل: "د ټولو مخکېنیو پایله دا ده چې اصلي استوګنو بې له شکه د عیسویانو په څېر په عامه او شخصي دواړو چارو کې واقعي حاکمیت درلود او دا چې نه د دوی له شهزادګانو او نه شخصي افرادو څخه د ځمکې پر مخ د دوی ملکیتونه غصب او لوټ کېدای شي چې ګواکې دوی یې اصلي مالکین نه دي." ویتوریا دا رد کړه چې اصلي یا بومي خلک په ارسطویي اصطلاح کې په طبیعي توګه د غلامانو په توګه پېژندل کېدای شي. هغه د اکویناس د رومي قانون مفهوم ius gentium ("د ملتونو قانون") ومانه. له امریکایي هندیانو یا سورپوستانو څخه د هغه دفاع د انسان د ذاتي کرامت او وقار په اړه د علمي پوهاوي پربنسټ وه، هغه وقار چې د ده په اند په نوې نړۍ کې د اسپانیا د پالیسیو له لوري تر پښو لاندې شوی یا نقض شوی و.[8][9]
ښاغلي ویتوریا د ۱۵۳۷ او ۱۵۳۹ ز کلونو ترمنځ په دریو لیکچرونو کې دا نتیجه ګیري وکړه چې هنديان د دوی د ملکیت حقداره مالکان دي او د دوی مشران د دوی پر قبیلو د اعتبار وړ واک او صلاحیت لري. همدا دریځ مخکې د بل حقوقپوه پالاسیوس روبیوس دریځ هم و. نه پاپ او نه هم پنځم چارلز د سورپوستانو د ژوند یا مال د سلبولو قانوني حق نه لري. د دوی پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی نشي کېدای، او نه هم د دوی ځمکې یا ملکیتونه غصبېدای شي، مګر دا چې هنديان د هسپانویانو د قانوني حقونو په تر پښو لاندې کولو او یا سرغړونې سره هسپانویانو ته زیان ورسوي یا یې ټپي کړي. ښاغلي ویتوریا په خپل یوه لیکچر "کافرانو ته د مذهبي تبلیغ په اړه" کې وویل چې لومړی خو "هنديان باید په جبري توګه عسویت منلو ته اړ نه ایستل شي؛ خو دویم دا چې دوی ښایي د مذهبي مبلغینو پر وړاندې د مزاحمتونو او خنډونو جوړولو یا ځورولو او همدا راز د حضرت مسیح (ع) او مسیحیانو له سپکاوي څخه د زور له لارې منع شي."[10][11]
فرانسیسکو دي ویتوریا "کافرانو ته د مذهبي تبلیغ په اړه" لیکچر کې له هغه مفهوم کار اخیست چې د هسپانوي مسیحي نړیوالتوب (Spanish Christian Universalism) په توګه ګڼل کېده. هسپانوی عیسوي نړیوالتوب هغه عقیده وه چې وايي په دې نړۍ کې ټول موضوعات، استدلالونه او پېښې سره تړلې دي او ښاغلي ویتوریا "یوه داسې نړیواله ټولنه انځور کړې وه چې هر څومره خپلواک دولتونه پکې ځایېدای شي او تر خپل منځ اړیکې پاللی شي."[12]
فرانسیسکو دي ویتوریا استدلال وکړ چې د هنديانو جبري دین اړول به "د بېدینانو یا مشرکینو ترمنځ د لویې پارونې او ناکرارۍ لامل شي." دویم دا چې "د عقیدې لپاره د اړینې خیرخواهۍ او مناسبې عاطفې پر ځای، په زوره له دینه اړول به په دوی کې شدیده کرکه او نفرت رامنځته کړي، او دا به بیا په خپل وار سره د ریاکارۍ او دوهمخۍ لامل هم شي."[13]
ښاغلي ویتوریا هندیانو ته په نورو بڼو کې د متوجه ضررونو په برخه کې هم له هغوی دفاع وکړه، د بېلګې په توګه په غیر مستقیم ډول عیسویت ته د هندیانو مجبورول، "په ځانګړې توګه د مالیاتو او باجونو له لارې د دوی هڅول چې خپلې عقیدې واړوي." هغه استدلال وکړ: "مګر د باج او خراج یا جزیې په اړه، چې له ایماندارانو هم نه شي غوښتل کېدای، زه ټینګار کوم چې له کافرانو څخه هم د دوی د دین بدلولو په نیت نه شي غوښتل کېدای. کافران د عیسویانو په پرتله د دوی د کفر پربنسټ له خپل مال څخه نه شي محرومېدای، ځکه دوی د خپلو شتمنیو د مالکیت له واقعي حق څخه برخمن دي. "[14]
د عادلانه جګړې د تیورۍ د یوه ملاتړي په توګه، فرانسیسکو د جګړې قوانین یا حقوق (De iure belli ) اثر کې وایي، چې د "عادلانه جګړې" لپاره اساسي وړاندیز شوي شرایط "په هند یا انډیز کې له سره شته نه دي". یوازینۍ ساحه چېرې چې هغه په کورنیو چارو کې د هسپانیا د مداخلې لپاره توجیه لیدلې وه، هغه د قربانیانو ساتنه وه کوم چې د انساني قربانۍ لپاره نیول شوي وو، او په خپله د قربانیانو د ذاتي انساني وقار او کرامت له کبله – چې حقونه یې تر پښو لاندې کېدل او په دې توګه یې دفاع ته اړتیا لرله.[15][16][17][18][19][20][21]
له ۱۵۲۷ کال څخه تر ۱۵۴۰ ز کال پورې د هغه له لیکچرونو او ویناوو څخه د نوموړي د زده کوونکو له لوري نیول شوي یادښتونه کاپي شوي او تر لاندې سرلیکونو لاندې خپاره شوي دي:
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.